شاته

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د بشري وضعیت معلومولو لپاره افغانستان ته تللی

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د راپورنو له خپرېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی کابل ته رسېدلی او له یو شمېر لوړ پوړیو طالب چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي «په دغه هیواد کې عدالت تامین شوی» دی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه یې غوښتي چې پر «حقایقو ولاړ مستند» راپور وړاندي کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو او د افغان ټولنې له نورو غړو سره په لیدونو بوخت دی.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ښاغلي بنیت سره لیدنه کې، د «غچ اخیستني قتلونو او له زندانیانو سره د ناوړي چلند» په اړه راپورونه رد کړي او ویلي دي چې اوس مهال په «افغانستان کې عدالت تامین شوی» دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پنجشېر، تخار، خوست او د بغلان ولایت په اندارب ولسوالۍ کې د جګړو د راپورونو سره هم مهاله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله روانه اونۍ وویل چې د راپورنو له مخې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر، تخار، اندراب او خوست ولایتونو کې ملکي وګړي صحرايي محاکمه او وژل شوي دي.

ښاغلي عبدالله چې پدې وروستیو کې له افغانستان څخه وتلی په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت له نوم یادولو پرته تیره جمعه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: "نظامیانو په پنجشېر، تخار، اندرابونو او خوست ولایتونو کې د سیمې د مظلومو ملکي وګړو په صحرايي محاکمې، وژلو او شکنجې لاس پورې کړی دی."

عبدالله عبدالله ویلي چې دا ډول اقدامات د دیني شعایرو، بشري قوانینو، وطني او نړیوال عرف په اساس محکوم او د غندنې وړ دي. بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانت هم په پنجشېر ولایت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

خو په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت مسئولینو د «ولسي خلکو» وژل رد کړي او هغه یې بې اساسه ادعا بللې ده. د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیقي امریکا غږ ته وویل: «د ښځو او ولسي خلکو وژل یوه ناحقه ادعا چې د افرادو له لوري کېږي.»

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سره د لیدنې پرمهال له نوموړي غوښتي چې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه پر «حقایقو ولاړ مستند» راپور وړاندي کړي.

نوموړي زياته کړې چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول بايد قضاوت ونشي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت تر دا مهاله له طالب چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د سې شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) د ښاغلي بنیت له قوله ویلي: "نه غواړم چې د افغانستان په اړه د رسنیو د اوازو پر راپورنو تکیه وکړم، بلکي غواړم د بشري حقونو وضعیت له نژدې څخه ووینم."

ریچارد بنیت د روان کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکل شو.او دا کابل هغه د هغه لومړنی سفر دی چې د افغانستان د بشري وضعیت د معلومېدو په هدف تر سره کیږي.

د ملګرو متلونو د بشري حقوقونو شورا د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه د یوې قطعه نامې په ورکولو سره د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپور ورکوونکي پر ټاکل کېدو باندې موافقه وکړه تر څو د طالبانو تر حاکمیت وروسته په هغه هیواد کې د بشري وضعیت په اړه هغوی ته معلومات ورکړي.