شاته

بایډن: کرکه امریکا کې نشي بریالۍ کیدای

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ مې اولسمه (غوایي ۲۷) د نیویارک د بفلو ښار د وروستۍ پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف یاد ښار ته ولاړ.

نوموړي کورنیو، سیمه ایزو چارواکو او د ژغورنې مامورینو ته په وینا کې وویل چې په امریکا کې به د سپین پوستانو د برتري مفکور وروستۍ خبره ونکړي.

بایډن وویل چې د بریدګر دغه اقدام د سپین پوستانو د برتري غوښتنې له "منحرفې ایډلوژي" څخه الهام اخیستی دی.

بایډن د هغو کسانو په غندلو سره چې د قدرت، سیاسي ګټو او منفعت لپاره درواغ وویل:"د سپین پوستانو برتري غوښتنه هغه زهر دی چې زموږ په بدن کې جاري دي."

د شنبې د ورځې برید د یو ۱۸ کلن سپین پوستي هلک له خوا چې زرهي خولۍ او واسکټ اغوستی وو د بغلو ښار د یوې مغازې په مخ او منځ کې وشو او له امله یې حد اقل لس تورپوستي امریکایان ووژل شول.

بایډن وویل:"هغه څه چې دلته وشول ساده ده او روښانه ده چې ترهګري، ترهګري او کورنی تروریزم دی."

جمهور رئیس بایډن څرګنده کړه چې قومي تنوع د امریکا د قوت یوه نقطه ده او د امریکا ملت باید د یو اقلیت له خوا چې د کرکې افکار لري، منحرف نکړای شي.

ښاغلي بایډن له ټولو امریکایانو وغوښتل چې په یو غږ او ډله ایزه توګه د سپین پوستانو د برتري غوښتنې مفکوره رد او محکوم کړي.

ښاغلي بایډن د خپلې وینا پرمهال همدارنګه په متحدو ایالتونو کې د وسلې پر مالکیت او لیږد باندې د محدودیتونو د وضع کیدو غوښتنه وکړه.

د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف د شمیرو له مخې، د روان میلادي کال له جنوري‌ میاشتې څخه بیا د مې تر ۱۴ نیټې پورې په امریکا کې د ډزو ۲۰۰ موارد ثبت شوي دي.

دا شمیرې ښکاره کوي چې په دې موده کې د ځان وژنې په ګډون په بیلابیلو وسله والو پيښو لږ تر لږه ۱۵۹۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، د یاد هیواد وګړي کولی شي چې وسله ولري، خو دا موضوع تل په واشنګټن کې په سیاسي او انتخاباتي بحثونو کې یوه توده او جنجالي موضوع ده، ځکه هر کال په امریکا کې په زرګونه کسان د وسله والو تاوتریخوالو له امله ژوند له لاسه ورکوي.