شاته

د هند سترې محکمې په 'ګیانواپي' جومات کې د لویو جماعت لمونځونو د نه کیدو حکم رد کړ 

د هند سترې محکمې د سه شنبې په ورځ مې ۱۷ (غوایي ۲۷) د یاد هیواد‌ په شمال کې د یوې سیمه ایزې محکمې هغه حکم رد کړ چې د مسلمانانو په یو مشهور جومات کې یې د لمانځه د لویو جماعتونو جوړیدل منع کړي وو.

د هند د اوتار پرادیش ایالت د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې د پراخو جماعتونو د نه کیدو پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د سروې یوه ټیم وویل په یاده سیمه کې یې د هندوانو د خدای "شیوا" او نورو هندو مذاهبو نښنې نښانې موندل شوي دي.

د هند د سترې محکمې حکم یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې د اوتار پرادیش ایالت یوې سیمه ایزې محکمې، حکم وکړ د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې له ۲۰ څخه ډیر کسان راټول نشي.

د هند سترې محکمې په یو موقتي حکم کې ویلي دي چې د مسلمانانو د لمانځه حق باید مختل نشي او په ورته وخت کې یې زیاته کړې ده په هغو ځایونو کې چې د هندوانو مذهبي آثار موندل شوي، باید وساتل شي.

د مسلمانانو په ګیانواپي جومات کې د عبادت د حق پر سر اختلافات د یوې لسیزې راهیسې روان دی. یو شمیر هندو فعالان وایي چې په هند کې د مسلمانانو مهمې ودانۍ د هغوی پر سپیڅلو ځایونو جوړې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دیرش کاله وړاندې د همدې موضوعاتو پر سرجنجال د وژونکو تاوتریخوالو لامل شوې.

د یاد ایالت محکمې وروسته له هغه د جومات په اړه د سروې حکم وکړ چې پنځو میرمنو د جومات په یوې برخه کې د مذهبي مراسمو د جوړیدو غوښتنه وکړه. دغو میرمنو ویل چې یو وخت د هندوانو یو معبد په همدې ځای کې وو.

د هند د شاوخوا ۱.۴ میلیارد نفوس څخه ۲۰۰ میلیونه مسلمانان دي. د هند د مسلمانانو مشرانو ددې جومات د سروې په غبرګون کې ویلي دي چې دا ډول کړنې د هغوی د عبادت د حق او مذهبي مناسکو د کمزوري کولو‌ په مانا ګڼل کیږي.

د ګیانواپي جومات د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي په انتخاباتي حوزه یعني د اوتار پرادیش ایالت په شمال کې دی چیرې چې یو شمیر هندوان په دې باور دي دا جومات د هندوانو په ویجاړو شویو معابدو جوړ شوی دی.

افراطي هندوانو په ۱۹۹۲ میلادي ‌کال کې بابري جومات ویجاړ کړ، هغه اقدام چې په هغه هیواد کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د مرګونو نښتو لامل شو.

په دې خونړیو نښتو کې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان وو.