شاته

ټرافیکي‌ پيښو تیر کال امریکا کې کابو ۴۳ زره کسان وژلي

امریکایي چارواکي وايي‌ ‌چې په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې په متحدو ایالتونو کې کابو ۴۳ زره کسان په ټرافیکي پيښو کې وژل شوي دي.

دا رقم د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په پرتله په ترافیکي‌ پيښو کې ۱۰.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د امریکا د لویو لارو د خوندیتوب ملي اداره چې د ۱۹۷۵ ميلادي‌ کال راهیسې د ټرافیکي پيښو له امله د تلفات ارقام راغونډوي ویلي دي چې دا په تیرو ۱۶ لونو کې د ټرافیکي پيښو له امله ستر رقم دی.

د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په پرتله، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې د امریکا په ۴۴ ایالتونو، په پلازمینه واشنګټن ډي سي او پروتو ریکو کې د ټرافیکي پيښو له امله مړیني زیاتې شوي دي. تر ټولو زیات تلفات په ټکساس، کالیفورنیا او فلوریډا کې ثبت شوي‌ دي.

په داسې حال کې چې امریکایان د کرونا ویروس له محدودیتونو وروسته بیرته د عادي ژوند په طرف روان شوي او د تلفاتو دا شمیرې په تیرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو زیاتې دي.

شنونکي‌ وايي ددغه دوامداره مشکل د زیاتیدو علت، د کرونا ویروس پرمهال له خطر څخه ډکې چلونې، غیر مجاز سرعت او د محافظتي کمربند څخه کمه استفاده عمده دلایل ګڼل کیدای شي. هغوی زیاتوي‌ چې خلکو په ۲۰۲۱ کال کې له ایالتونو څخه بهر ډیرو سفرونو ته مخه وکړه.

شمیرې ښيي چې امریکایانو د ۲۰۲۰ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې ۳۲۵ میلیارده مایله ډیر موتر چلولی دی چې ۱۱.۲ سلنه زیاتوالی ښي او دا د تلفاتو د زیاتیدو یو دلیل کیدلی شي.

د امریکا د ټرانسپورت وزیر پټ بوتیجیج وایي‌ امریکا په خپلو سړکونو کې له کړکیچ سره مخ ده.

د امریکا د خوندیتوب ادارې له ایالتونو او سیمه ایزو اداراتو، چلوونکو او د خوندیتوب له فعالینو غوښتي دي چې د مرګونو د لوړ رقم د کمیدو په هڅو کې ورسره یوځای شي.

د یادې ادارې د شمیرو له مخې، تیر کال هره ورځ په ټرافیکي پيښو کې کابو ۱۱۸ کسان وژل شوي دي.

د لویو لارو د خوندیتوب ادارې چارواکو، زیات سرعت، د نشې او نارام فکر پرمهال د موټر چلول او د خوندیتوب پرځای د سرعت لپاره د سړکونو برابرول په ترافیکي‌‌ پيښو کې د تلفاتو د زیاتیدو علتونه بللي دي.