شاته

امریکا رسمآ د افغانستان د سفارت او کونسلګریو بشپړ کنترول واخیست

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) اعلان وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې ددې هیواد د کونسلګریو رسمي کنترول واخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي چې دوی د دغه دپلوماتیک ماموریت د امنیت او ساتنې «بشپړ مسولیت» لري چې له تېرې ورځې راهېسې پیل شوی دی او تر امرثانې پورې به هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې دغه سفارت او کونسلګریو ته داخل شي.

د افغانستان سفارت د مارچ ۱۶ (کب ۲۵) د واشنګټن په وخت د غرمې ۱۲:۰۰ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ته د لنډو مراسمو په ترڅ کې «تحویل شو او هغوی به یې مراقبت» کوي.

امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له افغانستان سره رسمي دپلوماتیک روابط هم نلري.

اسوشیتډپرس په راپور کې راغلي چې د وزارت په یو یادښت کې، چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ خپور شي، ویل شوي دي: «تر ورستۍ اطلاع پورې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ماموریتونو دفتر د افغانستان د سفارت او کونسلګریو د حفاظت او د منقول او غیر منقول ملکیتونو، اثاثیه، ارشیفونو او د سفات د مالي شتمنیو د مراقبت بشپړ مسولیت واخیست. »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د امریکا د سفارت له تړل کېدو وروسته، افغانستان غوښتنه نه ده کړې چې کوم بل درېیم هېواد دې یې په امریکا کې د هغوی د ودانیو او ګټو «ساتندوی» شي. دا مهال قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو «ساتنه» کوي.

د امریکا حکومت داسې مهال د افغانستان د سفارت او کونسلګریو د مسولیت اخیستلو خبره کوي چې په واشنګټن کې افغان دپلوماتان وايي چې د مالي ستونزو له کبله یې دپلوماتیک او کونسلي خدمتونه تړلي دي. افغان دپلوماتانو امریکا غږ ته ویلي دي چې په کاناډا کې د افغانستان سفارت په متحدو ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور او طالبان واکمن شول. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی او امریکا وایي چې له طالبانو سره د دپلوماسۍ له لارې تعامل کوي.

چین، پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو ځينې استازي منلي دي.

طالبان له نړیوالې ټولنې غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژني خو نړیواله ټولنه غواړي چې د ځینو نورو مسائیلو تر څنګ دې طالبان په افغانستان کې همه شمول حکومت جوړ کړي، د بشر او په ځانګړي ډول د اقلیت حقونو ته درناوی وکړي.