شاته

حقاني: امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو؛ ژر به د نجونو د تعلیم په اړه ښه خبر واورئ 

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړي مقام سراج الدین حقاني ژمنه کړې ده چې «هېواد» به یې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره تروریستي تهدید نه وي‌ او دوی [طالبان] امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني واک ته له رسېدو وروسته له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپلې لومړۍ مرکې کې تر شپږم ټولګي ورپورته د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د «ښه خبر» د اورولو ژمنه هم وکړه.

سراج الدین حقاني امریکایي رسنۍ سي ان ان ته وویل :«دلته څوک د ښځو له تعلیم سره ستونزه نلري او نجونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځيو ته ولاړې شي.»

طالبانو واک ته له رسېد وروسته په سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو مسائیلو کې د ښځو په مشارکت د بندیز لګولو تر څنګ، له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

خو ښاغلی حقانی وايي چې په دې اړه «په یو میکانیزم باندې کار روان دی او ډېر ژر به د دې مسئلې په اړه تاسو ښه خبره واورئ».

هغه زیاته کړه چې «موږ باید داسې یو حالت رامنځ ته کړو چې د هغوی [نجونو] امنیت او عزت خوندي وي...» او په خبره یې تعلیم باید د افغان «فرهنګ» او «اسلامي اصولو او قوانینو» په اساس وي.

ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د نجونو او ښځو د حقونو بېلابېلو سازمانو په طالبانو فشار راوړی دی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او په ښځو باندې یې د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه غندلي‌ او هغه یې د ښځو د وړتیا ځپل بللي دي.

طالبانو په خپل لومړي دور (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې د نجونو او ښځو په تعلیم، کار، سیاسي‌او ټولنیز مشارکت بندیز لګولی او «حجاب» یې پرې جبري کړی و.

د طالبانو حکومت اوس په پوهنتونونو کې نجونو ته د تعلیم او د روغتیا او ښځو اړوندو ځینو نورو ادارې کارونو کې د کار کار اجازه ورکړې ده.

له امریکا سره روابط

سراج الدین حقاني د «حقاني شبکې» مشر دی چې په تېرو دوو لسیزو کې د مخکني‌ افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو باندې د یو شمېر پیچلیو او خونړیو بریدونو مسوله ګڼل کېږي. نوموړي د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په لومړي ځل د مارچ په میاشت کې راڅرګند شو.

هغه سي ان ان سره په خبرو کې د طالبانو د ترهګرۍ ننګه وکړه او وویل چې دا د «اشغال ضد دفاعي‌ عمل» و. هغه دا خبره هم وکړه چې «طالبان په اینده کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښې اړېکې» غواړي.

له سراج الدین حقاني پوښتنه وشوه چې ایا امریکا یې دښمنه ده؟ هغه وویل: «موږ اوس هغوی ته د دښمن په سترګه نه ګورو. موږ اوس وخت لرو او د دپلوماسۍ په اړه خبرې کوو.»

د امریکا حکومت په ۲۰۲۰ کې په قطر کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووتل او د هغوی له وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېدل، خو نړیوالې ټولنې یې لا حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

سراج الدین حقاني داسې مهال له سي ان ان سره په ښکاره مرکه کړې ده چې د هغه نوم اوس هم د امریکا «د فدرال د تحقیقاتو ادارې» د مطلوبو او غوښتل کېدونکو کسانو په لست کې دی او د امریکا حکومت د هغه د نیولو لپاره ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.