شاته

طالبانو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون لغوه کړ 

د طالبانو مقاماتو د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۷) وویل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یې منحل کړ ځکه چې «مهم نه ګڼل کیده».

د تیر کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته د طالبانو سخت دریځې ډلې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ښځو د چارو وزارت په ګډون د افغانانو د ازادیو زیات شمیر بنسټونه وتړل.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د فرانس پرس اژانس ته وویل، «مونږ یو شمیر نور سازمانونه لرو چې د بشري حقونو اړوند فعالیتونه پرمخ وړي، هغه سازمانونه چې د قضا پورې مربوط دي.»

د بشري حقونو د کمیسیون چارې چې د افغانستان د دوو لسیزو جګړو د ملکي تلفاتو ثبتول یې له وظایفو څخه وو هغه وخت په ټپه ودرول شوې چې طالبانو تیر کال د افغانستان جمهوري حکومت له منځه یوړ او ددې کمیسیون لوړ پوړي غړي له هیواد څخه ووتل.

همداشان د افغانستان د ملي امنیت شورا او د بیا پخلاینې شورا چې د سولې چارې یې پرمخ بیولې هم د اونۍ په پای کې پداسې حال کې وتړل شوې چې حکومت خپله لومړنۍ کلنۍ بودجه اعلان کړه.

ښاغلي سمنګاني وویل: «دغه ادارې مهمې نه ګڼل کیدې، نو منحل کړای شوې. خو په راتلونکې کې که ورته اړتیا وه، دا ادارې کولای شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»

د فرانس پرس اژانس وایي طالبان د شاوخوا ۴۴ میلیارد افغانیو (شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر) مالي کسر سره مخامخ دي، هغه هم په هغه هیواد کې چې په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو باندې متکي دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو رئیسه حیدر بار وایي دا خواشینوونکی خبرونه دي چې پدغو منحل کولو سره افغانستان پر شا درومي: «دا ډیره مهمه وه چې یو چیرته ولاړ شئ، د مرستې غوښتنه وکړئ او د عدالت غوښتنه وکړئ.»

طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ په پیل کې د خپلې تیرې واکمنۍ (۱۹۹۶ـ۲۰۰۱) په پرتله د نرم چلند ژمنه کړې وه، خو لیدل کېږي چې په پرله پسې توګه یې د افغانانو زیات شمیر ازادۍ له منځه یوړې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ازادي چې د زده کړو او کار له حق څخه محرومې شوې دي.