شاته

ای اېم اېف: د نړۍ د اقتصادي ترقۍ شرح به د مخکینۍ اندازې نه کمه وي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانیټري فنډ ویلي د اومېکرون وایرس له امله به سږ کال د نړۍ د اقتصادي ترقۍ شرح د توقع نه کمه وي.

د نړۍ اقتصاد ته خپلې ورستۍ کتنه کې ای اېم اېف وویل په 2022 کې به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ شرح څلور اشاریه څلورفیصد وي.

تېرکال د اکتوبر په میاشت کې ای اېم اېف اټکل کړی و چې سږ کال د دنیا د اقتصادي پرمختګ شرح به څلور اشاریه نهه فیصد وي‌ او د دې نه وړاندې یې اندازه لګولې وه چې دغه شرح به پنېځه اشاریه نهه فیصد وي.

ای اېم اېف وویل د توانای لوړو بېعو، افراط زر او د امریکې او د چین په اقتصادونو کې د توقع نه کمې ودې له امله یې د نړیوالې اقتصادي ترقۍ په اړه خپله اندازه لاندې کړې ده.

ای اېم اېف په خپل رپورټ کې وویل نړیوال اقتصاد کال 2022 د وړاندې اندازې نه په کمزوري حالات کې شروع کړی دی.

مالیاتی ادارې وویل د نړۍ د اقتصادي بحالۍ دپاره اومېکرون وایرس یو ګواښ دی او د بحالۍ عمل په شا بوتللی شي.

ای اېم اېف چې د دینا 190 ملکونو ته قرض ورکوي د امریکې د اقتصادي ترقۍ په اړه یې هم خپله اندازه کمه کړه. ادارې د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې امریکايي اقتصاد به د پنېځه اشاریه دوه فیصد په شرح پرمختګ وکړي خو په خپل تازه رپورټ کې وايي دغه شرح به څلور فیصد وي.

ای اېم اېف چین د اقتصادي ترقۍ په اړه هم خپله کمه کړه او ویې وېل سږ کال به د چین اقتصاد د څلور اشاریه اته فیصد په شرح پرمختګ کوي. تېر کال دغه اندازه اته اشاریه یو فیصد وه.

په نړیوال اقتصاد کې تېر کال د شپږ فیصد ترقۍ وروسته ای اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ د دنیا د هر ملک په اړه د سږ کال د ترقۍ د شرحې په اړه اندازه کمه کړه خو هندوستان پکې یوازېنۍ استثنا وه او ویې وېل د هندوستان د اقتصادي ترقۍ شرح به سږ کال نهه فیصد وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي