شاته

امریکا: دا ځل به په روس باندې پابندۍ د پخوا نه تېزې او ډېرې زورورې وي

واشنګټن - امریکا د نهې/سې شنبې په ورځ روس ته خبرداری ورکړ چې که په یوکرین حمله وکړي، نو د هغو پابندیو نه به ډېرې سختې او تېزې پابندۍ ورباندې ولګیږي کومې چې په ۲۰۱۴ کې د یوکرین کریمیا جزیره نما باندې د قبضه کولو نه پس په روس لګېدلي و.

د امریکا د قامي سلامتیا یو چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي: "مونږ آماده یو داسې پابندۍ ولګوو چې د ۲۰۱۴ کال د پابندیو په نسبت یې اثرات بیخي زیات وي. په دې معنا چې د پخوا د تدریجي طریقه کار وخت اوس تېر دی او دا ځل به مونږ په ټول قوت سره پابندۍ لګوو او ورباندې به کلک پاته کیږو."

د قامي سلامتیا دغه چارواکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي، همدا راز زیاته کړه چې امریکا آماده ده د روس د اقتصاد ځپلو دپاره د ټېکنالوجۍ سره تړلي موادو په اېکسپورټ هم محدودیتونه ولګوي.

چارواکي د اېکسپورټ د دغو محدودیتونو په اړه وویل: "مونږ دا د روس نه د مصنوعاتو د اېکسپورټ د منع کولو دپاره استعمالوو، او د دې کار د اثر دلیل دا دی چې که تاسو... یو قدم شاته شئ او په نړۍ کې د امریکا ساخت سافټ وئیر ټېکنالوجۍ بالادستي ته نظر وکړئ، نو ګورئ چې زمونږ او زمونږ د اتحادیانو د غور لاندې د اېکسپورټ کنټرولولو لاره چاره به د پوټین هغه سټراټېجیکې منصوبې سختې زیانمنې کړي کوم چې د خپل اقتصاد د صنعتي جوړولو دپاره یې خیال کې لري، او هغو برخو ته به نقصان ورسوي کوم چې پوټین ته اهمې دي، لکه کوانټم کامپیوټینګ، یا دفاعي برخه، یا خلائي او یا هم نور سېکټورونه."

پس له هغه چې روس د یوکرین نه په کال ۲۰۱۴ کې د کریمیا جزیره نما قبضه او ځان سره ونښلوله، امریکا او اتحادیانو یې په ماسکو باندې اقتصادي بندیزونه ولګول، مګر هغه بندیزونه دومره سخت نه و، بې نتیجې ثابت شول، او روس اوس هم په کریمیا قبضه لګولې ده.

یو بل امنیتي چارواکي وویل چې امریکا په ټوله نړۍ کې د انرجۍ د پیداوار کمپنیو سره په دې کار کوي چې که صدر پوټین مغربي ملکونو باندې د روس قدرتي ګېس بند کړي، نو دوی به بیا د روس په ځای مغربي یورپ ته تېل و ګېس برابروي.

د امریکا یو امنیتي چارواکي د صدر بایډن دا خبره تکرار کړه چې د یوکرین د مسئلې په سر، امریکا او مغربي اتحادیان یې سره یو لاس دي او دوی عزم کړی چې په روس به داسې سخت بندیزونه لګوي چې سمدستي او هم د وخت په تېرېدو به روس سخت زیانمن کړي.

وایټ هاوس د نهې/سې شنبې په ورځ په داسې حال کې ماسکو ته خبرداری ورکړ چې امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ خپل اته نیم زره (۸۵۰۰) عسکرو ته امر وکړ چې ختیځ یورپ ته د ممکنه تللو دپاره آماده اوسي، او روس وویل چې حالات "په کلکې فکرمندۍ سره" څاري.

د روس صدارتي ایوان – کرملېن – ویاند ډميټري پېسکوف خبریالانو ته یو ځل بیا د روس له اړخه دا تورونه تکرار کړل چې ګني امریکا د روس-یوکرین په سرحد کې کشیدګۍ زیاتوي. روس د یوکرین سرحد په غاړه خپل شاوخوا یو لاک و اوه ویشت زره عسکر راغونډ کړي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ صدر جو بایډن د یورپ له اهمو مشرانو سره وېرچوال (آنلاین) ملاقات وکړ او په یوکرین باندې د روس د یوې ممکنه حملې د خطر په اړه یې خبرې وکړې.

بایډن د یورپي اتحادیانو سره د خبرو نه پس خبریالانو ته وویل: "ما د یورپي مشرانو سره یو ډېر ډېر ډېر ښه ملاقات درلود چې هغه کې ټول په یوه خله و."

د برطانیې د وزیر اعظم بوریس جانسن دفتر په یو بیان کې د بایډن د دې خبرو تصدیق وکړ او ویې ویل؛ "مشرانو د روس د دښمنۍ ډکې رویې په مقابله کې د نړېوالې برادرۍ د اتحاد په اهمیت اتفاق وکړ."

بایډن تر اوسه دا فیصله نده کړې چې د امریکا پوځي وسایل او عسکر روس ته نږدې ځای په ځای کړي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، "په وضاحت سره روس اوس دستي دا نیت نلري چې لانجه راکمه کړي."