شاته

ترکمنستان د طالبانو له حکومت سره په برېښنايي پروژو خبرې کړې

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان هیواد د انرژۍ وزارت یو پلاوي کابل ته سفر کړی دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د برېښنا پروژې د کار پیلېدو په اړه یې اړه خبرې کړي دي.

دغه شرکت پرون دوشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) وویل چې د دواړو لورو ترمنځ تیره ورځ خبرې پیل شوي چې په خبره یې دوې ورځې به دوام ولري.

دغه شرکت زیاته کړې چې دواړو لورو د برېښنا د نوو پروژو پیلولو او په ځانګړي ډول د «نورالجهاد» سب سټېشن او تاپ پروژې په اړه خبرې ګړي دي.

تاپ پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برښنا رسولو یوه له لویو پروژو څخه ده چې زیاته برخه یې د افغانستان له خاورې څخه تیریږي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو د معلوماتو په اساس ترکمنستان له دغه لاین څخه په استفادې شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته صادروي. افغانستان نه یوازې دا چې له یادې پروژې څخه په کلني ډول ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تر لاسه کوي، بلکې ۱۰۰ میلیون دالربه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لین له ترانزیټ څخه تر لاسه کړي.

د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې: "ټاکل شوې د افغانستان برښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت مختلف ټېمونه د نن او را تلوونکو ورځو ناستو کې، د یادو پروژو پر تخنیکي او حقوقي مسائلو هر اړخیزه خبرې وکړي او تر هغه وروسته به دواړه لوري نوی تړونونه لاسلیک کړي."

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت رئیس حافظ محمد امین په دغه ناسته کې د برښنا رسولو په برخه کې د ترکمنستان رول مهم وباله او ویې ویل تمه لري چې ژر تر ژره د یوې ګډې نقشې په رامنځته کېدو سره د برېښنا رسولو پروژو په ځانګړي ډول د «نورالجهاد» سب سټېشن او تاپ پروژې کارونه چټک شي.

د افغانستان برېښنا شرکت افغانستان او پاکستان ته د ترکمنستان د انرژۍ رسولو پروژو رئیس مراد ارتیکوف له قوله ویلي چې هیواد یې د دغه پروژ د کار پیلېدو په ځانګړي ډول ټاپ او د کابل او اندخوی ترمنځ د انتقالي لین پروژو ته ژمن دی.

بلخوا د د افغانستان برېښنا شرکت نن سې شنبه په یوې خبرتیا کې ویلي چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برښنا قطعه شوې ده.

یاد ریاست ویلي: "ساعت وړاندې د منځنۍ اسیا په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې رامنځته کېدو له امله د ازبکستان، قرغېزستان او قزاقستان برېښنا پرې شوې ده. په خوښي سره د برېښنا تخنیکي ټیمونه وتوانېدل چې د لومړي ځل لپاره د ترکمنستان برېښنا له کابل سره ونښلوي"

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي و چې ، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیلولو ته زمینه برابره شوې او په خبره یې دوی د دغه پروژې امنیت ته ژمن دي..

مولوي شهاب الدین دلاور د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیف سره تر لیدنې وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې هغوی د دغه پروژې د عملي چارو پیلولو په اړه خبرې کړي دي.