شاته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) وايي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته تر سره کړي.

یوناما نن سه شنبه ویلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د چهارشنبې په ماښام جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) د کابل پر مهال د شپې ۷:۳۰ دقیقې په ژوندۍ بڼه تر سره شي.

د یوناما د معلوماتو په اساس د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ناروې لومړی وزير يوناس ګار استوره به د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

ویل کیږي چې د ناروې لومړی وزیر به په هغه هیواد کې له طالب استازو سره د اروپايي او امریکايي دپلوماتانو د وروستۍ ناستو په اړه معلومات شریک کړي.

د افغانستا د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د لوېدیځو هیوادنو دپلوماتانو تیره ورځ په ناروې کې د بندو دروازو تر شاه له طالب استازو سره خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، جرمني، ایټالیا او ناروې دپلوماتانو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او ښځو د حقوقو او ځینو مسایلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ له طالب استازو سره خبرې وکړې.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه د څه باندې پنځه میاشتو په تېرېدو سره د دوی حکومت د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.