شاته

په اوکراین د روسیې د ‌یرغل اندېښنه؛ امریکا زرګونو سرتېرو ته د تیارسي امر کړی 

د دفاع وزارت وايي سرتېرو ته ویل شوي چې ځانونه اماده کړي‌ او که اړتیا پیدا شوه اروپا ته استول کیږي چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د یرغل په اړه د ناټو ایتلافیانو ته ډاډ ورکړل شي.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ د جنوري په ۲۴مه (سلواغې څلورمه) وویل چې د سرتېرو د استولو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو سرتېري باید چمتو وي.

د دغو عسکرو د استولو مسئله ښايي د ناټو د چټک ځواک د فعالولو په پرېکړې پورې اړه ولري.

ښاغلي کربي وویل: «دا عسکر به مستقیمآ اوکراین ته نه استول کیږي، ځکه چې اوکراین د ناټو غړی نه دی. د سرتېرو استول د ناټو ایتلافیانو ته بیا ډاډ ورکول دي.»

د اسوشیتډ خبري اژانس وايي په دې کار سره داسې هیلي کېدای شي چې ښايي د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتن له هغې پرېکړې په شا شي چې ولسمشر بایډن د روسیې له لوري‌ د اوکراین د یرغل خطر بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناټو اعلان وکړ چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځي حضور په غبرګون کې یو شمېر غړي هېوادونه یې د اروپا لویدیځ ته بېړۍ او جټ الوتکې استوي.

د ناټو په اعلامیې کې د ډنمارک، هسپانیا، فرانسې، هالنډ او متحدو ایالتونو په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو له لوري د اضافي سرتېرو او تجهیزاتو داستولو او په دې اړه د فکر کولو د اعلان یادونه شوې ده.

د ناټو په اعلامیې کې ویل شوي وو: «ناټو به د خپلو ایتلافیانو د ساتلو او دفاع لپاره ټول ضروري‌ اقدامات روان ساتي چې د ایتلاف د ختیځې برخې تقویه کول هم په کې دي.»

د ناټو مشر ین سټولټنبرګ ویلي دي: «موږ به تل د خپل امنیتي چاپېریال د خرابېدو په وړاندې ځواب وایو چې د ګډې دفاع غښتلي کول هم په کې شامل دي.»

د کرملین ویاند دمتري پسکوف د امریکا متحده ایالتونه او د ناټو ایتلافیان د وضعیت په خرابولو تورن کړي‌ دي.

په همدې حال کې امریکا او بریتانیا په اوکراین باندې د روسیې د بالقوه پوځي اقدام له کبله په کیف کې د خپلو سفارتونو کارکوونکو ته د وتلو لارښوونه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تائید کړ خو په دې اړه یې خواشیني وښوده او دا کار یې « له وخت څخه مخکې اقدام او له حده زیات احتیاط» وباله.

روسیې له څو میاشتو راهېسې د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي، لویدیځ وايي دا کار په اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل ته لاره هواروي، خو مسکو وايي داسې کوم پلان لري.

روسیې امریکا او ناټو ته خپل امنیتي وړاندیزونه سپارلي چې په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب نه ورکول هم په کې شامل دي خو امریکا او ناټو دا غوښتنه رد کړې ده. همدغه راز په لست کې دا غوښتنه هم شته چې ناټو دې د پخواني شوروي ‌اتحاد د غړو هېوادونو کې پوځي حضور ونلري.