شاته

روسیې د پوتین مخالف سیاستوال د ترهګرو په لست کې شامل کړ

د روسیې حکومت د دغه هېواد مخالف سیاستوال الیکسي‌ نوالني او د هغه پنځه نور ملګري د «ترهګرو او افراطیانو» په لست کې شامل کړي دي.

د نوالني‌ او د هغه د ملګرو نومونه نن سه شنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) د روسیې د فدراسیون د مالي څارنې د خدمتونو په لست کې خپاره شوي دي.

د دوی نومونه د ښي-اړخو ملتپالو ډلو او د طالبانو او داعش په څېر د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په کتار کې لیکل شوي دي.

د مسکو دغه اقدام ته د روسیې د حکومت د مخالف سیاستوال نوالني د سیاسي شبکې، چې اوس ناقانونه بلل کېږي، او مدني ټولنو د ځپلو د روان بهیر د یوې برخې په توګه کتل کیږي.

نژدې دوې اونۍ مخکې د نوالني‌ د دوو نورو ملګرو نومونه هم په دغه لست کې شامل شول. په لست کې د دوی د نومونو لیکل د هغوی د بانکي حسابونو د ګنګل کېدو په مانا دي.

د ښاغلي نوالني تر نیمایي زیات همکاران یا له روسیې څخه وتلي دي او یا نیول شوي دي.‌ هغو خبریالانو چې په زندان کې د نوالني د وضعیت په اړه او په هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه تحقیقاتي ‌راپورونه کول، «بهرني جاسوسان او ایجنټان» بلل شوي ‌دي.

الیکسي‌ نوالني تېرکال په جرمني کې له مسموم کېدو وروسته روسیې ته راغی او بیا پولیسو ونیوه. هغه د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین تورن کړی و چې د هغه د وژلو هڅه یې کړې وه،‌ خو کرملین دا تور رد کړی دی.

د نوالني پلویانو د هغه د نیولو کېدو په ضد مظاهرې وکړې او پولیسو ډېر کسان ونیول او بندیان یې کړل. محکمې هغه په یوې بېړنۍ محکمې کې د مالي‌ فساد په تور په یو نیم کلونو بند محکوم کړ او د هغه اړوندو سازمان او ادارې یې بندې کړې. امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د هغه نیول کېدل او بندې کول غندلي‌ او هغه یې یوه سیاسي انګیزه بللې ده.