شاته

شېخ رشيد:دا وخت هيڅ مذاکرات نه دي روان، د ټي ټي پي سره د مذاکراتو پوښتنې ته ځواب

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد احمد د تحریک طالبان پاکستان يا بلې کومې ډلې د نوم اخستو پرته ويلي، "اوس مهال هيڅ مذاکرات نه دي روان".

شېخ رشيد دغه خبرې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (24 جنورۍ) په برني اېوان سېنېټ کې هغه وخت کړي دي چې کله د مخالفه ګوندونو غړو پوښتنې راولاړې کړي چي په ملک کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي، د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پوښتنه شوې چې د هغه چا په مينځګړيتوب دغه مذاکرات کيږي څوک چې نړۍ تراوسه پورې په رسمیت نه دي پېژندلي.

شېخ رشيد وویل د 15 اګست نه وروسته په پاکستان کې په ترهګرۍ کې اضافه شوې ده.

په 15 اګست طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی وو. او له دغې وروسته چې په پاکستان کې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې په امنيتي ځواکونو څومره بريدونه شوي او د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي په هغو کې د زياترو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

شېخ رشید زياته وويل، اوس مهال هيڅ مذاکرات نه دی روان، او زياته يې کړه، طالبانو ورته ویلي چې هغو (ټي ټي پي) د دوی سره شل کاله شریکه جګړه کړې ده، او دوی (ټي ټي پي) ته اجازه ور نه کړو چې د (افغانستان) خاوره ستاسو د (پاکستان) خلاف وکاروي.

نوموړي زياته کړه د طالبانو خبره يې مخ په وړاندې بوتله، چې کوم خلک ايين او قانون مني او دغه دايرې ته راځي پاکستان ورسره خبرو ته تیار دی خو کوم خلک چې سختې غوښتنې کوي، چې د پاکستان د سالميت سره ټکر اخلي، د هغو سره به ټکر وهل کیږي، خو د ټکر وهلو دپاره ویل ضروري نه دي چې چرته عمليات کيږي.

هغه وویل پوځ هره ورځ د ترهګرۍ پرضد جنګيږي، هغه زیاته کړه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پوځ عملیات کوي، او په سيند او پنجاب صوبو کې سي ټي ډي لګيا دی.

د شېخ رشید په وېنا چې چرته هم خبر ترلاسه کيږي هلته عملیات کولی شي.

هغه دا هم وويل چې پاکستان به کله هم په خپل سالميت سودا ونه کړي، او نه به ترهګرۍ ته اجازه ورکړي.

سېنېټ ته په وېنا کې شېخ رشيد دا هم وویل چې د افغانستان سره په پوله (ډېورنډ) باندې 2680 کلوميټره د سيمو د ازغن تار لګولو کار پوره شوی دی.

پاکستان د تير کال نومبر په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړي او ویل شوي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په خواست او مینځګړيتوب دغه خبرې روانې شوي او يوه میاشت ډز بندي هم شوې وه د کومې چې د دسمبر په مياشت کې ټي ټي پي د ختمولو ويلي وو.

وروسته په پينځمه جنورۍ د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، د ټي ټي پي سره مذاکرات ختم شوي او پرضد يې جګړه روانه ده.