شاته

بایډن: پر اوکراین به د روسیې برید 'مسکو ته ناورین' رامنځ ته کړي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) خبرداری ورکړ که روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي مسکو به د پراخو انساني تلفاتو او شدیدو اقتصادي تاوانونو په ګډون، زیان وویني.

ښاغلي بایډن چې په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار د یو کال پوره کیدو په مناسبت په یوه خبري کنفرانس کې خبري کولې وویل:"که هغوی واقعا له اوکراین سره په پوله کې د نظامي پوځیانو په راټولولو سره کوم کار چې غواړي وکړي، دا ډول اقدام به د روسیې لپاره یو ناورین وي."

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه خبرداری ورکړ چې واشنګټن او متحدین به یې پر روسیې دروند لګښت تحمیل کړي چې هغه هیواد اقتصاد د پام وړ زیان وویني.

جمهور رئیس بایډن وویل، روسیه ممکن د وخت په تیریدو سره وکړای شي د اوکراین پر کمزوري اردو بریالۍ شي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې"اوکراین ته به د روسي قواوو تلل د ځاني مرګژوبلې له پلوه روسیې ته ډیره درنده تمامه شي."

له دې سره سره بایډن وویل په دې باور ندی چې د روسیې جمهور رئیس له اوکراین سره د جګړې غوښتونکی دی.

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه زیاته کړه روسیه د جګړې لپاره ښه انتخاب نلري ځکه جګړه به له یوې خوا د هغه هیواد پر اقتصاد ناوړه پایلې ولري او له بلې خوا به د انرژۍ له درکه د هغه هیواد عواید بند شي او پر مسکو په شدید اقتصادي بندیزونه ولګیږي.

بایډن وویل په بندیزونو سره به د روسیې بانک دا وړتیا له لاسه ورکړي څو د امریکایي ډالرو په وړاندې چې د نړیوال تجارت پولي واحد ګڼل کیږي تعامل وکړي او د اوکراین په وړاندې اقدام روسیې ته ساده ندی.

جوبایدڼ زیاته کړه، پوتین غواړي چې د امریکا او په ناټو کې د متحدینو عزم وازمایي او د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو کمزوری کړي.

د ښاغلي بایډن دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه بیان شوې چې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د اکراین پلازمینې کیف ته ولاړ.

بایډن وویل له خپل روسیي سیال سره په ملاقات کې غواړي چې د اوکراین پر سر د رامنځ‌ ته شوي لانجې په هواري بحث وکړي او دا ډول غونډه جوړیدای شي.

روسیې اوسمهال د اوکراین پولې ته نږدې خپل کابو ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. یو شمیر لودیځ هیوادونه په ځانګړي ډول متحده ایالات اندیښنه لري چي روسیه پر هغه هیواد د نظامي برید پلان لري، هغه تور چې د مسکو له خوا رد شوی دی.

بلخوا روسیې له غربي هیوادونو په ځانګړي ډول له امریکا غوښتي دي چې اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورنکړي، په مرکزي او شرقي اورپا کې خپل نظامي حضور کم کړي او د پخواني شوروي اتحاد د غړو هیوادونو په ساحه کې د ناټو د پراختیا هڅه ونکړي.