شاته

پنټاګون د کابل د ډرون برید لومړۍ ویډیو خپره کړه

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په کابل کې د ډرون الوتکې د هغه برید ویډیو خپره کړې چې پکې ۱۰ ملکي کسان ووژل شول.

دا پيښه له افغانستان څخه د امریکا د شل کلن جنجالي ماموریت د پای ته رسیدو په وروستیو ساعتونو کې وشوه.

دغه تصاویر نیویارک ټایمز د امریکا د معلوماتو د آزادۍ د قانون له لارې د امریکا د مرکزي قومندانۍ په وړاندې د اقامې دعوا له ګټولو وروسته ترلاسه کړي دي، کوم چې وروسته یې په خپله ویب پاڼه خپاره کړي دي.

دا د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د ۲۹ نیټې د برید لومړي تصاویر دي چې خپریږي، هغه برید چې پنټاګون یې لومړی دفاع وکړه خو وروسته یې له تراژیدۍ یوه ډکه تیروتنه وبلله.

په دغه پنځه ویشت دقیقه یي ویډیو کې چې نیویارک ټایمز خپره کړې د استوګنې په یوې سیمه کې له برید مخکې، د برید پرمهال او له برید وروسته دوه MQ-9 Reaper ډرون الوتکي ښکاري چې پر یوه ملکي موټر برید کوي.

په تصاویرو کې چې په مشخص ډول نه ښکاري، معلومیږي یو شمیر کسان د پیښې په ځای کې ګرځي.

د امریکا پوځ وویل برید یې هغه مهال وکړ چې فکر کیده په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې یو سخت دریځی ممکن د کابل هوایي ډګر ته نږدې د تخلیې د عملیاتو پرمهال چې په عجله روان وو، یو بم ته چاودنه ورکړي.

له دې پیښې درې ورځې مخکې د کابل په هوایي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتیري او څه باندې ۱۶۰ افغانان ووژل شول.

خو د امریکا مرکزي قومندانۍ د اګست په نهه ویشتمه د ډرون برید د تیروتنې له مخې وباله او ویې ویل هغه کس چې موټر چلاوه له داعش سره یې ارتباط نه درلود.

د برید قرباني زمری احمدي وو چې د تغدیې او تعلیم په برخه کې یې په امریکا کې د یوه میشت نړیوال بنسټ لپاره کار کاوه.