شاته

پوهان: که پاکستان په کرېپټو کرنسۍ پابندي لګوي نو وروسته به پاتې شي

پوهان وايي که پاکستان په کرېپټو کرنسۍ بنديزونه لګوي نو د کرنسۍ په نوي کاروبار کې به د نړۍ د نورو هېوادونو نه رووسته پاتې شي.

د پاکستان وفاقي تحقياتي ادارې په نزديو کې ۱۵۰۰ داسې د وېب سایټونو تړلو تابعه کړي چې د کرپټو کرنسۍ کاروبار کوي او په روستيو کې د پاکستان مرکزي بېنک هم په پاکستان کې د کرېپټو کرنسۍ باندې د بنديز وړانديز کړی و۔

د پاکستاني مطبوعاتو رپورټونه وايي د پاکستان ټېلي کميونيکېشن ادارې د پلټنو وفاقي ادارې يا اېف ای ای ته د شپاړس سوو وېب پاڼو د تړلو وويلي وو تراوسه پورې پکې د پينځلس سوو ويب پاڼو تړلو تيارۍ شوي دي او د هغه تنانو خلاف هم اقدامات کوي چې کرپټو کرنسۍ کاروبار سره تړاؤ لري۔

دغسې د پاکستان مرکزي بېنک په کرپټو کرنسۍ د بنديز د تجويز رورسته ځینې شخصي بېنکونو خپل اکاونټ لرونکو ته ويلي چې کرېپټو کرنسۍ کې د کاروبار نه ډډه وکړي۔

په رووستيو کې سټېټ بېنک د سېند هايي کورټ ته جمع کړې يو جواب کې ويلي وو چې په کرېپټو کرنسي بنديز ځکه غواړي چې دا د پېسو غېر قانوني ليږلو يا مني لانډرنک اوترهګرۍ کې کاريدو امکان لري۔

د کرېپټو کرنسۍ ماهر پروفېسر ساجد اقبال وايي د نړۍ ډيرو هېوادونو کې دا کرنسي کارول کيږي او هغوي د خاص مقدار نه د زياتو پېسو ليږلو والا تن او د پېسو ترلاسه کوونکي معلومات د ځان سره ساتي۔

ساجد اقبال وويل پاکستان کې چې څومره وېب پاڼي تړل شوي دې مطلب دا دې چې پاکستان هم د دې کرنسۍ په روزګار نظر ساتي نو بيا ولي به دې بنديزونه لګول کيږي چې د حکومت د څار لاندې دي۔ "که کرېپټو کرنسۍ باندې بنديز ولګي نو د دوي به فقط سو سایټونه بند کړي نور څه پکې نه شي کولې ځکه چې د دې مارکېټ ټوله نړئ کې دې"

ساجد اقبال وایي ځینې خلک د دې کرنسۍ په نوم دهوکې هم کوي او د خلکو نه پېسې هم وهي خو دا په نغدو پېسوکې هم کيږي لکه په تيرو وختونو کې د ډبل شاه يا نورو سکيمونو په شکل کې دوي دغه دهوکي ليدلي دي۔

پاکستان کي د ډيجټل کرنسې کار پوهان وايي هيواد کي د کرپټو کرنسې شتمنئ شل بيلين امريکائي ډالر ته رسيدلې دې نو بايد اوس د کرپټو کرنسئ کاروبار دپاره په حکومتې کچه پاليسې جوړي کړي شې، د ډيجټل کرنسې ماهرين وائې د بلاک چهین کرنسی کریپټو مخه نیول ګران دی باید چې حکومتونه هم دغه ټیکنالوجي ته غاړه کيدي۔

د ډيجټل کرنسۍ ماهر پير عماد وایي که پاکستان داسې ونه کړي نو د نړۍ نه په دې نوي کاروبار کې ډير رووسته پاتې شي۔

پير عماد وويل د بنديزونو په ځايې بايد چې پاکستان بينکې نظام د دې پياوړي کړي چې د کرنسئ نوي کاروبارونو وکړې شي۔

"پاکستان دې د بنديزونو په ځايې خپل بېنکي نظام ډيجيټل کړې چې داسې کرنسيو کاروبار د پاره پکې لاره هواره شي"

پوهان وايي پاکستان کې د نورو روزګارونو مواقع کمی دی او خلک کولی شي چې د ټېکنالوجۍ د لارې روزګارونه وکړي او ګټې ترلاسه کړي بايد چې حکومت يې د مخه نيولو په ځايې د حل لارې راوباسي او د نورې نړۍ د تجربو نه ګټه پورته کړي۔

ړیوال بینک وايي د شلو هیوادونو په نوملړ کی پاکستان په دریم نمبردی چېرته چې د منځني امدن وګړی په کریپټو کرنسۍ کۍ پانګونې کوي. په نوملړ کی ویتنام په اول نمبر او هند په دویم نمبر دی.رپورټ وایي دا هغه هیوادونه دي د چا کرنسي چې د ډالر په مقابل کې ټیټه ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی