شاته

پاکستان کې سیوا شوؤ ترهګریزو بریدونو ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟

د نهې په ورځ دپاکستان بېلابېلو ښارونو کې د اوو ترهګریزو بریدونو ترسره کېدو وروسته، څيړونکي دغه پېښې د هېواد د امنيت وضعې د پاره يو ګواښ بولي او ويره څرکندوي چې وخت سره دترهګرۍ دې بهیر کې نور هم زیاتوالی راتلی شي.

تېرو دوؤ ورځو کې په اسلام اباد، بلوچستان، شمالي وزيرستان، سوات او پېښور کې د ترهګرۍ پېښو کې د پوليسو ترڅنګ، د امنيتي ځواکونو چارواکي په نخښه کړل شوي دي۔

دپوليسو سرچينې وايي د دسمبر په ۱۸مه په پېښور بډه بيره سيمه کې نامالومه کسانو په پوليسو د لاسي بم بريد کړی چې پکې درې پوليس عسکر ژوبل شوي دي۔

د امنیتي چارو څېړنکار او د فاټا ريسرچ سنټر اېګزیګټيو ډاېریکټر منصور خان په هېواد کې د بدامنۍ دپېښو په اړه وي او اې ډيوه ته وايي په افغانستان کې په تېر وخت کې چې کوم کسان د زندانونو نه راخلاص شوي نو په هغې کې ۱،۰۰۰ نه زيات طالبان دي.

نوموړی وايي طالبان هڅې کوي چې نور خلک هم ځان سره يو کړي خو افغان طالبانو د پاره دا مشکل کار دی چې د دپاکستاني طالبانو په ضد په افغانستان کې کاروايي وکړي.

د ګل يا دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په پايه تخت کې د نامالومو وسله والو لخوا په پولیسو ډزې شوې وې چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وؤ۔

پولیسو دعوه کړې چې ځوابي کاروايي کې یې دواړه بريدګر هم وژلي دي۔

ددغه برید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې اؤ دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې اسلام اباد کې ترهګري پیل شوې ده.

د دې ترڅنګ تیره ورځ دخیېر پښتونخوا قبایلي سيمه شمالي وزیرستان کې په پولیسو وسله وال بريد شوی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي۔

دترهګرۍ دپېښو په اړه د پېښور خبريال او څېړونکی محمود جان بابر وي او ای ډيوه ته وايي "ددې نه يوه خبره چې تر اوسه پورې ثابېتېږي هغه دا ده چې کله هم د حکومت او وسله والو ډلو ترمينځه خبرې اترې روانې وي نو خامخا په حکومت دفشار راوړلو هڅې کېږي"

هغه وایي حکومت هم څه نه څه کارروایۍ کوي خو مخالفه ډله هم هڅې کوي چې خپلې زياتره خبرې پرې ومني۔

نوموري وويل" ددې اندازه تاسو دې نه لګولی شئ چې کله به هم په دوحه کې د امريکې او افغان طالبانو ترمينځه خبرې اترې کېدلې نو مونږ به په افغانستان کې په بريدونو کې تيزوالی ليدلو"

هغه زياته کړه "چې کله ضرب عضب عمليات پېل شوي وؤ نو ځينې طالبان افغانستان ته تښتېدلي وؤ او ځينې دلته پټ شوي وؤ او د ټولو تګ تايد لا تر دې دمه نه دی شوی او زه دا ګڼم چې دا دحيرانتيا خبره نه ده ولې چې دا خلک دلته مخکې نه موجود وؤ "

تيره ورځ د بلوچستان په بولان او سېوايي سيمه کې هم دترهګرۍ دوؤ پېښو کې يو امنيتي چارواکی اؤ دوه ترهګر وژل شوي او پينځه عام خلک ژوبل شوي وؤ۔

په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان وژل شوي دي۔

د جنورې په پینځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وؤ، په 2021م کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي خو بيا هم د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.