شاته

شمالي وزیرستان:پوځ وایي دوه ترهګر یې وژلي،سیمه کې دناامنۍ پرضد دخلکو پرلت

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او دوه ترهګر يې پکې وژلي دي.

په عین حال کې د ناامنۍ پرضدد شمالي وزیرستان شیوا سیمه کې د سیمه ایزو خلکو احتجاجي پرلت نن په څلورمه ورځ هم دوام لري او ځایي خلک وايي په علاقه کې د بدامنۍ د دپېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل شوي، تشدد پرې شوی او نيول شوي دي.

د سه شنبه په شپه پوځ پخپل بیان کې ويلي د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه په ټل سیمه کې نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

د شمالي وزيرستان د پېښې په اړه پوځ ویلي، ادارو ته خبر تر لاسه شوی ؤ چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګېره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې دسرتيرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او د دوئ نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوو کسانو پېژندګلو د غیور او بهاؤالدین په نومونو سره ښکاره کړې خو دا یې نه دي ویلي چې د دوئ تړاو د کومې ډلې سره ؤ.

په بیان کې ویل شوي چې وژل شوي ترهګر په امنيتي ځواکونو بریدونو، هدفي وژنو او د تاوان دپاره دتښتونو په پېښو کې هم ککړ وؤ.

دسیمې نه حکومتي سرچینو وی او ډیوه ته ویلي دا عملیاتو د هغو ترهګرو پرضد شوي چې تیر ماښام یې د پولیسو په ګزمه برید کړې ؤ.

شمالي وزیرستان کې په پولیسو د دوشنبې په ماښام برید شوی ؤ چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید ذمه داري پاکستاني طالبانو منلې وه.

سرچینو وویل د وژل شوؤ ترهګرو مړي میرانشاه روغتون ته راوړل شوي دي.

سرچینې وایي د وژل شوي ترهګر بهاؤالدین تړاؤ د افغانستان او دغیور نومې بل تن تړاؤ د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه درې کلومیټره لرې همزوني سیمې سره دی.

پاکستاني طالبانو تراوسه د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په 15م جنوري هم دعوه کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې يې عمليات کړي او د استخبارتي عملیاتو په پایله کې یې یو ترهګر وژلی او دوه نور يې نیولي دي اؤ د دوئ نه پاتې شوې وسلې هم پوځ ته په لاس ورغلي دي.

تر دې وړاندې په 6مه جنوري هم پوځ دعوه کړې وه چې په ټانک ډیره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان کې یې دترهګرو دشتون په اطلاع عملیات کړي اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي.

پوځ دغو عملیاتو کې هم ترهګرو نه د وسلو ترلاسه کولو دعوه کړې وه خو په عین حال کې یې ویلي وؤ چې دغو عملیاتو کې دپوځ دوه عسکر هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په 30 دسمبر هم ویلي ؤ چې د شمالي وزيرستان په میر علي خیسور سیمه کې يې عمليات کړي چې پکې د پاکستان پوځ څلور عسکر وژل شوي.

ددغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په شمالي وزیرستان کې پرله پسې د ترهګرو پرضد د عملیاتو کولو دعوې په داسې حال کې کیږې چې د روانې جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تايد کړي او ویلي یې وؤ، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات شوي وؤ خو بیا هم پکې د نا امنۍ پېښې کیږي چې پکې په امنیتي سرتیرو د بريدونو سره د ځايي خلکو هدفي وژنې هم روانې دي.

بل لوري ته د ناامنۍ پرضدد شمالي وزیرستان شیوا سیمه کې د سیمه ایزو خلکو احتجاجي پرلت نن په څلورمه ورځ هم دوام لري او وايي په علاقه کې د بدامنۍ د دپېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل شوي، تشدد پرې شوې او نيول شوي دي.

په شیواه کې د امنيتي سرچینو په وېنا څلور ورځې وړاندې چاؤدنه شوې وه او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او څو مشکوک کسان نيول شوي وؤ تر څو د هغو نه پوښتنې وکړي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه هم پخلی کوي چې پرامنه احتجاجي ناسته روانه ده او دوئ ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې غوښتنې يې ومني.

احتجاج کونکي په علاقه کې د امنيت دټينګښت غوښتنه کوي او وایي د عامو ځايي خلکو دځورولو لړۍ دې ودرول شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.