شاته

پاکستان کې د کرونا د پېښو سېوا کېدو سره بندېزونه لګول شوي

په پاکستان کې د کرونا وبا د څار او انتظام دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) د کرونا وایرس د پېښو زياتېدو وروسته په بندو ځايونو کې په دستورو راجوړولو بندېزونه لګولي او سکولونو ته د تلونکو ماشومانو دپاره يې نوې لارښوونه کړې ده.

اېن سي او سي دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا نزدې پينځه نیم زره مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي.

ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس د مثبت پېښو شرح نزدې نهه نيم فيصدو ته رسېدلې، او په دغه وايرس اخته نور اته کسان مړه شوي او دا وخت په ملک د کرونا 908 ناروغان په سخت حالت کې دي.

اېن سي او سي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي، په ملک کې د کرونا وبا د جاج اخستو پرېکړه شوې چې په بندو ځايونو کې به د ودونو سره نورې دستورې نه راجوړول کيږي.

دغه رنګ ويل شوي د بندو ځايونو نه بهر چې چا ويکسین کړي وي، د 300 پورې کسانو دستوره جوړېدی شي. او دا بندېزونه به د 24 جنورۍ نه عملي کولی شي.

اېن سي او سي ويلي په کومو علاقو کې چې د کرونا وايرس پېښې د لس فيصده نه زیاتې مخې ته راځي، هلته به په سنېماګانو، پارکونو، مزارونو او د ورزش په ځايونو کې د نيمې پورې خلکو ته د حاضرۍ اجازه وي.

د تعلیمي ادارو په اړه ويل شوي چرته چې د کرونا پېښې زیاتې رپورټ کيږي هلته به د 12 کالو نه د کم عمر ماشومان په بدلو ورځو سکولونو او د 12 کالو نه د سېوا عمر ماشومان چې ويکسين يې کړي وي هغه به ټول سکولونو ته ځي.

په وروستيو حکومتي چارواکو ويلي وو، د ملک په غټو ښارونو کراچۍ او لاهور کې د کرونا وايرس زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

اېن سي او سي ويلي کاروبارونه به خلاص وي، او چرته چې کرونا زیاته خوريږي هلته به سمارټ لاک ډاون لګولی شي.