شاته

چین: که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي نو د نړۍ غوښتنې دې ومني

که چېرې طالبان غواړي چې دنیا یې په کابل کې حکومت په رسميت وپېژني نو زر تر زره دې د نړۍ غوښتنې ومني.

دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند چاو لي جيان په يو خبري کانفرنس کې د خبريالانو دهغې پوښتنې په ځواب کې کړي چې ګنې طالبان د خپل حکومت په نړۍ د منلو د پاره د چين نه مرستې اخلي.

نوموړي ويلي‌ چين هيله لري چې طالبان به د نړيوالې ټولنې په غوښتنو عمل وکړي او په ملک کې به يو آزاد سياسي نظام ته لاره هواره کړي چې پکې د هرې ټولنې استازيتوب ښکاري او يوه مينځ رويه کورنۍ او خارجه پاليسي به جوړه کړي او د ټولو ترهګرو ډلو په ضد به مبارزه وکړي نو نړيواله ټولنه به یې هله حکومت تسليم کړي.

د چين د خارجه وزارت وياند په طالبانو غږ وکړو چې په ملک دننه او بهر دې د هر ډول ترهګرې ډلې سره اړيکې پرېکړي او د ګاونډي ملکونو سره دې خپلې اړيکې سمې کړي.

د اګست په ۱۵مه نېټه د کابل د واک اخېستلو وروسته په نړۍ کې يو ملک هم طالبان په رسمیت نه دي منلي او نړيواله ټولنه وايي تر هغې به يې حکومت نه منل کېږي تر څو چې په افغانستان کې ټوله شموله حکومت نه وي جوړ شوی ، ښځو ته د کار او تعليم اجازت نه وي ورکړی شوی او طالبانو د ترهګرو ډلو سره اړيکې نه وي شلولي.

خو طالبانو ويلي د نړۍ ټول شرطونه یې عملي کړي او د ټولو افغانانو ته په خپله واکمنۍ کې نماېندګي ورکړې ده او ښځواو جينکو ته به د شريعت په چوکاټ کې د تعليم او کار اجازت ورکړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان هم کړی چې د مارچ د ۲۱مې نېټې نه به په ټول ملک کې د جينکو سکولونه او يونيورسټۍ پرانزي.

د افغانستان د نيولو وروسته نړۍ طالبانو سره امداد تړلی او د افغانستان د ۹ نيم ارب ډالرو مالیت اثاثې منجمد شوي دي چې له امله یې افغانستان د اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې نزدې ۲۴ ميلين خلک د لوږې سره مخ دي.

پاکستان، ايران، چين او روس هڅې کوي چې امريکا او نړۍ د افغانستان اثاثې غېر منجمد کړي. یوه ورځ وړاندې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د روس صدر ولادي مير پوټن سره هم په ټلې فون خبرې کړي او ورته يې په افغانستان کې د ولسي ستونزو په سر معلومات ورکړي.

ملګرو ملتونو د مرستندويه ملکونو نه د افغانستان د پاره په روان کال کې د ۴.۴ اربه ډالرو مرستو غوښتنه کړې او امريکا هم ويلي ۳۰۸ ميلينه ډالرې مرستې به کوي خو دغه مرستې به نېغ په نېغه د افغان اولس سره کوي نه چې د طالبانو سره.

د افغانستان مرستيال وزيراعظم عبدلسلام حنفي خبريالانو ته ويلي دوي د نړيوال امداد ويشلو د پاره کمېټي جوړه کړې او نړۍ ته يې ويلي چې د افغان اولس مالي مرستو د پاره د دوي حکومتي مرستې اخستلی شي.

بلخوا پينځه مياشتې تېرېدلو وروسته هم طالبان په دې کې نه دي توانېدلي چې د نړۍ يو ملک دوي په رسميت وپېژني. هر څه که دوي په دې لړ کې خپل کېمپېن ډېر ګړندی کړی او غواړي چې په بهر ملکونو کې د تېر حکومت لخوا ټآکل شوي سفيران لرې کړي او د هغوي په ځاېې خپل سفيران وټاکي خو نړۍ ورسره دغه نه مني. او اوس هم د نړۍ په ۶۵ ملکونو کې د تېر حکومت د بېرغ لاندې هم د اشرف غني د انتظاميې لخوا ټاکل شوي سفيران د افغانستان نماېندګي کوي.

طالبانو په ملګرو ملتونو کې د نمایندګۍ دپاره خپل ترجمان سهېل شاهین نامزد کړی دی خو ملګرو ملتونو ورته منظوري نه ده ورکړې.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي