شاته

پاکستان کې په یوه ورځ نزدې پینځه نیم زره دکرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي

پاکستان کې یو وارې بیا د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ ترخطرناکه حده چټک شوې ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یوشواروز کې 5472 نورو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی دی.

په کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي دشمیرو ترمخې په تېرو 24 ساعتو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس اخته اته کسان مړه شوي هم دي.

دا شمیرې څرګندوي چې تیرشواروز کې د کرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه 9.48 فیصدي پاتې شوې ده.

خو دمیډیا رپورټونه وایي چې په کراچۍ کې بیا دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د40 فیصدي نه هم په بره تللې ده اؤ په تیر یو شواروز کې دغلته دکرونا وایرس 3283 مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي.

دسندهـ د روغتیا محکمې دکرونا دتازه وضعیت په اړه خپله یوه تازه خبرتیا کې ویلي چې تیر یو شواروز کې په سندهـ صوبه کې شپږ کسان به کرونا وایرس مړه شوي اؤ د297 حالت اندېښمن دی

په دې وروستیو کې پاکستان کې دکرونا وایرس پېښې بیخي کمې شوې وې اؤ دمثبتو پېښو کچه تر یو فیصدي هم په ښکته تللې وه خو دتیرې میاشتې راهسې یو وارې بیا دکرونا وایرس دمثبت پېښو کچه په بره روانه ده.

تر دې مهاله پاکستان کې ټول 13 لکه 38 زره اؤ 993 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 29037 تنان پرې مړه شوي هم دي.

این سي او سي وایي کوم تنان چې دا مهال دپاکستان دننه په کرونا وایرس اخته دي هغې کې د 908 حالت د اندېښنې وړ دی.