شاته

میشل باچلیت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونکو پوښتنه وکړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل باچلیت د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومني ۲۸) د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونکو په خاص ډول هغو کسانو څخه چې میرمنې او ماشومان په نښه کوي، حساب کتاب وغواړي.

میرمن باچلیت د امنیت شورا یوې خاصې غونډې ته چې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالو په اړه د تمرکز په هدف د ناروې له خوا جوړه شوې وه وویل:"له ټولو هیوادونو غواړم چې په طالبانو کې د خپل نفوذ څخه په استفادې هغوی اساسي بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې وهڅوي."

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زیاته کړه په داسې حال کې چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره د مخ کیدو په حال کې دی، د افغان میرمنو او نجونو اساسي حقونو ته نه درناوي په پراخ ډول د هغه هیواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

میرمن باچلیت وویل، په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان، مدافع وکیلان او قاضیان په مکرر ډول له ګواښونو وروسته مجبور شوي چې هیواد پریږدي او یا هم ځانونه پټ کړي.

د ملګرو ملتونو دغې جګپوړې چارواکې څرګنده کړه:" له امنیت شورا غواړم چې ډاډ رامنځ ته کړي د میرمنو او نجونو په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونکو څخه حساب کتاب وکړي."

میرمن باچلیت له هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقونو ښځینه مدافعینو ته د وتلو خوندي لارې او د بیا ځای پرځای کیدو پروګرامونه رامنځ ته کړي او دفعتا د هغو افغان میرمنو اخراج وځنډوي چې د پناه غوښتونکي دي.

باچلیت، همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د خپلو مرستو په پروګرام کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د هییت (یوناما) په چوکاټ کې د بشري حقونو څانګه رامنځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو ددغې جګپوړې چارواکي له څرګندونو وروسته، د میرمنو او ماشومانو د حقوقي تحقیقات بنسټ مشرې زرقا یفتلي وویل، اوس ددې وخت دی چې امنیت شورا د میلیونونو افغانانو په اړه چې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي، چوپتیا پای ته ورسوي.