شاته

له روسیې سره شخړه؛ انتوني بلینکن اوکراین ته ځي 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته ځي.

نوموړي ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې د برید ویرې سیمه بوخته ساتلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) وویل چې ښاغلي بلینکن دا سفر ناببره ترتبیب کړی او ټاکل شوې ده چې سبا به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د بهرنیو چارو دیمترو کولیبا سره ملاقات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه سفر هدف د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د امریکا د تعهد تازه کول دي.

روسیې د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي؛ لویدیځ ګمان کوي چې دا کار به په اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل ته لار پرانیزي.

روسیې امریکا او ناټو ته خپل امنیتي وړاندیزونه سپارلي دي. په دغو وړاندیزونو کې یو دا هم دی چې ناټو باید اوکراین ته غړیتوب ورنکړي او همدغه راز ناټو د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو کې نظامي اډې ولري.

ښاغلي بلینکن د روسیې دا وړاندیزونه رد کړي او ویلي دي خبرې به تر هغو مخکې ولاړې نشي چې د روسیې ټوپک د اوکراین سر په نښه کړی وي.

امریکا تر دې مخکې روسیې ته خبرداری ورکړی و چې په اوکراین باندې د مسکو هر ډول یرغل به داسې عواقب له ځان سره ولري چې د روسیې په خیال کې به هم نه وي.