شاته

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام کې پي ان جي ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې سیالۍ د پاپوانیوګیني په ماتولو پیل کړې.

په ویسټ انډیز کې د سه شنبې د ورځ جنوري ۱۸ (مرغومې ۲۸) په لوبې کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان سلیمان ساپي د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۳۹ اورونو کې وسوځېدل او مقابل ټیم ته یې د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه، خو د پاپوانیوګیني لوبډلې دا هدف پوره نکړای شو او ټول لوبغاړي یې په ۶۵ منډو اوټ شول.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې کپتان سلیمان ساپي وکړي. اعجاز احمدزي هم ۴۵، خیبر ولي ۳۰ او محمد اسحاق ۲۱ منډې وکړې.

په اول سر کې انګېرل کېده چې ښايي افغان لوبغاړي مقابل ټیم ته لوی هدف وټاکي، خو د پاپوانیوګیني توب اچوونکو افغان لوبغاړي پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکي اظهارالحق نوید درې او نوید ځدراڼ، ننګیالي خان او نور احمد لکڼوال د مقابل لوري دوه-دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د افغانستان بله لوبه د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.