شاته

په اماراتو د حوثیانو په برید کې ۳ تنه وژل شوي ؛ یاغیان وایي نور بریدونه هم کوي

د عربي متحده اماراتو د ابوظبي کې چارواکي وایي د حوثي یاغیانو په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپي شویدي.

پولیس وایي په بریدونو کې د تیلو یوه تصفیه خانه او د ابوظبي نړیوال هوایي ډګر په نښه شوی. وژل شوي کسان دوه د هند او دریم یې د پاکستان تبع و. په برید کې هوایي ډګر او د تیلو تصفیه خانې ته ډیر زیان ندی رسیدلی.

حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی خبرداری ورکړی چې په عربي متحده اماراتو به نور بریدونه هم وکړي. دغو یاغیانو ویلي چې په اماراتو یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

د حوثیانو یو ویاند ویلي دا بریدونه یې د سعودي عربستان په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو کې د عربي متحده اماراتو د نقش په خاطر کړي چې تیره اوونۍ یې پدې یاغي ډلې تعرضي عملیات کړي و.

د حوثیانو د حکومت د اطلاعاتو د وزارت مرستیال فهمي الیوسفي چې پایتخت صنعا یې په لاس کې ده ویلي چې دغه یاغي ډله به تر هغه په عربي متحده اماراتو د غچ اخیستو په خاطر بریدونو ته دوام ورکوي ترڅو پورې چې دا هیواد په یمن کې د وسله والو ملاتړ کوي.

د یمن په پایتخت صنعا کې د حوثي یاغیانو سرچینې عربي مطبوعاتو ته ویلي چې په عربي متحده اماراتو یې اته بې پلیوټه الوتکې او ۱۰ توغندي وار کړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د حوثیانو دا بریدونه غندلي دي او خبرداری ورکړی چې حتماً به سزا ورکول کیږي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، "عربي متحده امارات حق لري چې دې ترهګریزو بریدونو او جنایي کړکیچ ته ځواب ووایي".

غبرګونونه:

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي چې د عربي متحده اماراتو سره په ګډه کار کوي چې حوثي یاغیان مسؤل وبلل شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د واشنګټن پر وخت دوشنبه جنوري ۱۷ (مرغومي۲۷) ناوخته د عربي متحده اماراتو د نړیوالې همکارۍ او بهرنیو چارو د وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان سره په ټیلفون کې خبرې کړي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي بلنکین دا ترهګریز بریدونه غندلي، د امارات د ولس سره یې خواخوږي ښودلې او د وژل شويو او ټپي شویو کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتریش هم دا بریدونه غندلي دي او د ټولو خواوو څخه یې د کړکیچ د ډیریدو د مخنیوي لپاره د آرامۍ غوښتنه کړې.

ها خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي چې دا بریدونه د سیمې ثبات ته ګواښ دی.