شاته

شمالي کوریا د توغندیو تازه آزمایښت تائید کړ

شمالي کوریا تائید کړله دوه توغندي چې په تاکتیکي توګه رهبري کیږي آزمایلي چې د دې وسلو سموالی تائید شي.

د دې هیواد سرکاري خبري اژانس سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومي۲۸) ویلي چې توغندي د هیواد د لویدیځې غاړې څخه وار شوي او د کوریا په سمندرګي کې یې خپل هدف په دقیقه توګه ویشتلی دی.

اژانس ویلي، "د دفاعي علومو اکاډمۍ د هغو وسلو د سیستم دقت، خوندیتوب او موثریت تائید کړ چې د جوړیدو لپاره پرې کار روان دی".

د دوشنبې د ورځې آزمایښت چې جنوبي کوریا ویلي د لنډ واټن بالاستیک توغندي و، په روانې میاشتې د توغندیو څلورم آزمایښت دی چې شمالي کوریا یې پداسې حال کې کوي چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره یې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د بندیزونو سره سره، شمالي کوریا د توغندیو او نویو وسلو آزمایښتونه جاري ساتلي دي چې د هایپر سونیک توغندي هم پکې شامل دي او د دې هیواد مشر کیم جوګ اون هوډ څرګند کړی چې د خپل هیواد پوځ به لا قوي کاندي.

شمالي کوریا پداسې حال کې د توغندیو آزمایښتونه کوي چې د سیمې په هیوادونو کې وضعیت نازک دی. د دې هیواد په ګاونډ کې په جنوبي کوریا کې دوه میاشتې وروسته د جمهوري ریاست لپاره انتخابات کیږي او په ملګري هیواد چین کې دژمي د المپیک لوبو لپاره چمتوالی روان دی چې ټاکل شوې بله میاشت پیل شي.

شمالي کوریا د دوشنبې د ورځې د توغندیو د آزمایښت په هکله د مخکې نه څه نه و ویلي او د لومړي ځل لپاره جنوبي کوریا او جاپان یې راپور ورکړ.

سره لدې چې د پخوانیو آزمایښتونو له کبله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت په پیونګ یانګ بندیزونه ولګول او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا نه یې وغوښتل چې د پیونګ یانګ ګن شمیر ادارې او افراد په تور لیست کې شامل کاندي خو د دوشنبې د ورځې د توغنديو آزمایښت په غبرګون کې یې په شمالي کوریا غږ کړی چې خپل "غیرې قانوني او بې ثباته کوونکي کړنې دې بنې کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د شمالي کوریا لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سونګ کیم د جاپان او جنوبي کوریا د چارواکو سره خبرې کړي او د توغندیو په آزمایښت یې اندیښنه ښودلې.

وزارت ویلي چې ښاغلي کیم په پیونګ یانګ غږ کړی چې "د قید او شرط" پرته خبرو ته حاضر شي.