شاته

مخالفین د عمران خان حکومت او وزیران پخوانی وزیر اعظم د ګرانۍ زمه وار ګڼي

په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف وزیرانو او سیاسي مخالفینو په یو بل په هېواد کې د زیاتېدونکې ګرانۍ تورونه پورې کړي دي. مخالف ګوندونه مسلم لیګ نواز او پيپلز ګوند وايي هېواد د ګرانۍ سونامي سره مخ دی خو په اوسني حکومت کې د خارجه چارو او د اطلاعاتو وزیرانو شاه محمود قرېشي او فواد چودهري وايي د اوسنۍ ګرانۍ ذمه وار پخوانی وزیر اعظم نوازشریف دی.

ميډيا سره په خبرو کې دواړو وزیرانو وویل د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) حکومتونو د ديرويشت کهربه روپو قرضې اخېستې وې او د پى ټى ای حکومت دې کې دوه ديرشت اربه ډالره قرضې واپس کړي دي.

د وزیرانو په وېنا ګراني يو عارصي مسله ده او حکومت به پې د کال ٢٠٢٣ نه وړاندى قابو ومومي.

خو څيړوونکي د حکومتي غړو خبرې سياسى بولى او وايي چى دې حکومت تر اوسه داسې څه اقدامات نه دى پورته کړي چى ورسره د هيواد اقتصاد په يو ښه لور روان شي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې کې اقتصاد پوهه او د پاکستان د خزانې پخواني وزير ډاکټر زبير وويل دې حکومت د دوو کالو راهسى د نړيوالې مالياتى ادارې ای اېم ايف سره د قرض لوظنامه کړې ده خو دا تر اوسه کټه وره ثابته نه شوه. "دوى لکه د ړندو د ای اېم ايم ايف په اشارو چليږي او تر اوسه یې داسې څه اقدامات نه دي اخېستي چې ورسره حالت بدل شي او هيواد په اقتصادي توګه ښه شي."

نوموړى وويل "يو خو حکومت پوهيږى نا او غلطې تګ لارې یې خپلې کړې دي او بل خپلو خرچو کې کمی هم نه راولي."

د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ګرانۍ شرح د ريکارډ دولس اعشاريه درې فیصد کچې ته رسيدلې وه او د څيړوونکو په وينا تيره هفته د پارايمان نه منظور شوی مني بجټ به عام ولس د نورې ګرانۍ سره مخامخ کړي.

د حکومت مخالف ګوندونه دعوه کوي چې د کم زوري اقتصاد او پرله پسې ګراۍ له امله واکمند ګوند پي ټي ايي کې دننه اختلافات رامنځ ته شوي دي او د ګوند بعض غړو نيغ په نيغه په حکومت سختې نيوکې پيل کړي دي.

تېره هفته د منى بجټ وړاندې کيدو نه مخکې د دفاع وزير پرويز خټک د پي ټي ای پارليماني پارټۍ غونډه کې د وزير اعظم عمران خان په وړاندې د مخالف دريځ خپلولو نه يو ورځ وروسته د ګوند يو بل غړي نور عالم خان په قامي اسمبلۍ کې وویل د پرمختګ په کارونو کې خيبر پښتونخوا د پامه غورځول شوي ده او په حکومت یې سختې نيوکې وکړې. هغه غوښتنه وکړې چى د کابينې د لوړ پوړو غړو پشمول د وزير اعظم نوم دې هم په ايي سي ايل کې واچولې شى ولې چى دوى په ملک کې د اړي ګړي اصل مجرمان دي.

په اقتصادى چارو نظر لرونکې خبريال فدا حسين وايي د ای اېم اېف سره چى کومه لوظنامه شوې ده دې سره به ګراني نوره سيوا شي ځکه چى اوس حکومت به هره مياشت د تيلو بيعې سيوا کوي او د بجلۍ او ګيس بيعې هم وار په وار سيوا کيږي.

نوموړي وويل ايا حکومت به اوس داسې څه ګامونه پورته کړی شي چې ورسره به اقتصاد ښه شي او ګراني په قابو کې راولي دې هر څه ته به کتل وي؟

د حکومتى غړي دریځ لري چې ګراني يوه نړيوالا ستونزه ده او د کورونا وبا نړيوال اقتصاد سخت اغيزمنه کړی دی.