شاته

ملګري ملتونه: طالبان په سیستماتیک او دوامدار ډول ښځې له صحنې لېرې کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوه ډله وايي‌ چې د طالبانو مشران په لویه پيمانه او سیستماتیک ډول د جنسیت په اساس تبعیض او له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی بنسټیز کوي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د ښځو د فعالیت او اجتماعي حضور په اړه د طالبانو مقررات او پالیسۍ د ښځو او نجونو ډله ایز توبیخ او رټل بللي‌ دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دغو کارپوهانو د راپور په اساس نن سه شنبه جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) لیکلي دي:« موږ په ټول افغانستان کې د اجتماعي، اقتصادي او سیاسي‌ صحنو څخه د ښځو د محروم کولو د روانو سیستماتیکو هڅو په اړه اندېښمن یو».

دغو کارپوهانو ویلي‌ دي چې دوی د نژاد، مذهب او ژبې په اساس د لږکیو قومونو لکه هزاره، تاجیک،‌ هندو او نورو د ښځو او نجونو په اړه ډېر اندېښمن دي. وايي دوی په ټولنه کې پېژندل کېږي‌ او همدغه کار دوی لا ډیرې اسیب پذیره کړي دي.

دوی چې د طالبانو کلکو پالیسو او مقرراتو د ښځو« د فعالیت، بیان، اجتماع او په عمومي او سیاسي چارو کې د هغوی د مشارکت د کلک محدودیت ترڅنګ،‌ د کار او نفقې ګټلو په برخه کې هم د هغوی وړتیا اغیزمنه کړې ده، دا کار ښځې نور فقر ته هم ټېل وهلي».

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې تر ټول ډېر زیان نفقه ګټونکو ښځو لیدلې او «په تېره بیا د کور نفقه ګټونکې ښځې ډېرې زیانمنې شوې او د دوي کړاوونه په هېواد کې د مخرب بشري کړکیچ له عواقبو سره یو ځای شوي دي.»

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو د چارو د وزارت تړلو او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نیولو ته په اشارې ویلي‌ دي: « نن یې شاهدان یو چې په افغانستان کې په دوامداره ډول ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه لرې کېږي او د هغو ادارو او میکانیزمونو څخه هم یوې خوا ته کړل کیږي‌ چې مخکې له خطر سره د مخامخو نجونو او ښځو سره د مرستو او د هغوی د خوندیتوب لپاره جوړ شوي ‌وو.»

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې د اوم ټولګي څخه نیولې تر دولسم ټولګي‌ پورې د نجونو ښونځي هم تړل شوي دي او طالبان یې زده کړو ته نه پرېږدي.

دغو کارپوهانو همدغه راز ویلي دي چې په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې د واده او جنسي زبېښاک لپاره قاچاق کیږي.

راپور همدغه راز ویلي‌ دي چې په افغانستان کې د امنیتي او دفاعي برخو تر څنګ، په حقوقي، مطبوعاتي،‌ سیاسي او ډېرو نورو برخو کې فعالې مېرمنې څنګ ته کړل شوې او یو شمېر یې د افغانستان پرېښودو ته مجبورې شوي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په اساس په تېرو څو ورځو کې کابل او لغمان ولایتونو کې دوې ښځې د طالب وسله والو په ډزو وژل شوي دي. د طالبانو په حکومت کې هېڅ ښځې نشته او ټوله کابینه یې هم له نارینو ډکه ده.

همدغه راز تېره ورځ وسله والو طالبانو په کابل کې په ښځینه مظاهره کوونکو، چې د ښځو د حقونو لپاره یې مظاهره کړې وه،‌ هم اوښلن ګاز وشېنده. د افغانستان د ښځو د حقونو فعالان وايي چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی نکوي او په ټولنیزو او سیاسي‌ برخو کې هغوی ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

خو طالب چارواکي وايي چې ښځو ته د «اسلام اصولو» په اساس خپل حقوق ورکوي او د طالبانو ویاند تېره ورځ اسوشیتډپرس ته وویل چې بل تعلیمي کال کې به د نجونو لیسې هم پرانیستل کیږي.