شاته

رئیس احمدزی: افغان کرکټ لوبغاړي د نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتو دي 

سبا سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې له پاپوانیوګیني سره مخامخېږي.

دا د ۱۹کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده. د لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې لوبغاړي لوبو ته پوره چمتوالی لري. هغه هیله وښوده چې ښې لوبې به کوي چې مثبته نتیجه ترلاسه کړي.

په ویسټ انډیز کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره افغان لوبغاړي له رسېدو وروسته سره سم درې ورځې قرنطین شول. د دوې قرنطین پوره شو او تېره ورځ یې تمرین وکړ. ښاغلي‌ احمدزي زي وویل چې تر دې دمه یې لوبغاړي روغ رمټ دي.

افغان لوبغاړي د انګلنډ له لارې ویسټ انډیز ته ولاړل او انګلنډ ناوخته ویزې ورکړې، له همدې کبله یې دوې تمرینې لوبې هم لغوه شوې. د کرکټ نړیوال جام سیالۍ څو ورځې مخکې پیل شوې دي.

له ښاغلي‌ احمدزي سره پوره مرکه دلته کتلی شئ.