شاته

ډېره اسماعيل خان کې درې شيعه مسلمانان په ډزو وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې نامالومه کسانو درې شيعه مسلمانان په ډزو وژلي دي، چې پکې دوه وروڼه هم شامل دي. پولیس وايي دا ترهګري او هدفي وژنې دي.

پولیس دا پيښه تایید کړې او وايي، دغه پیښه د ډیره اسماعیل خان ضلعې په پروواه تحصیل کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (17 جنورۍ) غرمه رامنځته شوې ده.

تراوسه پورې د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د پروواه پولیس سټیشن مشر ( ایس ایچ او) ملک جاوید وویل څلور وسله وال کسان په موټر سایکل سپاره وو او په انډس هایي وې یا لویې سړک باندې په یو دکان کې ناستو کسانو باندې يې ډزې کړي دي.

هغه وویل د ډزو په پېښه کې درې کسان مختیار، ساجد او امداد چې دوه وروڼه او یو د هغوی د تره زوی دی، وژل شوي دي.

پولیس افسر وویل وژل شوي کسان تړاو د شیعه مسلک سره وو او دا هدفي وژنې ده.

نوموړي وویل دا د ترهګري پیښه ده او مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پیل کړي دي.

د پولیس افسر په وېنا "دا سحر موټر سایکل باندې نا مالومه کسان راغلي دي دوکان کې کسانو باندې يې ډزې يې کړې درې کسان مړه شوی درې واړه د یوې کورنۍ دي چې دوه وروڼه یو د هغو د تره زوی دی. دا شیعه وو، ترهګرۍ پېښه ده نامعلومه مقدمه درج شوې ده".

د سیمې نه یو خبریال خالد ارشد وویل دا پیښه نن سهار هغه مهال شوې چې دوی په خپل دوکان کې ناست وو.

هغه وویل له دې نه وړاندې هم په ډېره اسماعيل خان کې وخت په وخت د شیعه مسلک سره تعلق لرونکي په هدف شوي دي.

د نوموړي په وېنا "دا د علاقې خلک دي زمینداران دي او دا د پرچون دوکان وو هغه کې ناست وو چې وژل شوي دي اوس په زیات شمېره پولیس علاقې ته رسېدلي او خلک هم سخت پریشانۍ سره مخ دي چې یو کور کې درې جنازې پرتې دي".

هغه وویل دې پېښې وروسته د علاقې په خلکوکې سخته ویره ده او د امنیت غوښتنه کوي.

په ډیره اسماعیل خان کې د شیعه مسلک یو مشر علامه رمضان توقیر وویل په ډیره اسماعیل خان کې په شیعه مسلمانانو دغه رنګه پېښې ډیرې عامې دي. چې پکې د 600 نه زیات د شعیه مسلک سره تړاو لرونکي دیني پوهان، افسران وکيلان، ډاکټران او پروفیسران وژل شوي دي.

هغه وویل دوی بیا بیا دا غوښتنه کړې چې دوی ته دې تحفظ ورکړي خو دغلته خلک په دغه ډول د خپلو خپلانو د بې رحمه وژنو جنازې پورته کوي.

هغه وویل تر اوسه د شیعه مسلک په وژنو ککړ کسان نه دي مالوم کړی شوي.

هغه وويل، "زمونږ خلکو سره د فلسطین او افغانستان د خلکو په شان ظلم روان دی هره ورځ یې بې ګناه خلک وژل کیږی او ریاست په دې بې رحمه وژنه خاموشه دی".

هغه زياته کړه "مونږ تحفظ غواړو او انصاف او تحفظ تر لاسه کېدو لپاره له حکومتي چارواکو بیا بیا غوښتنه کو چې دوی دې وژغورل شي خو دا غوښتنه نه منل کیږي".

وي اواې ډیوه د لوړ پوړو پولیس او امنيتي چارواکو سره هڅه کړې چې د شيعه ګانو په شکايت ورسره خبره وکړي، چارواکو ورته رسمي ځواب نه دی کړی خو یو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په علاقه کې د شيعه مسلمانانو د وژنو څو علتونه دي.

هغه وويل، يو دا چې ځينې خلک د فرقه ييزه نښتو او اړي ګړي دپاره دغه ډول بريدونه کوي او ځینې شخصي د خپلمنځني دښمنو په نتيجه کې هم دغه ډول پېښې کيږي.

هغه زياته کړه پوليس او نورې امنيتي ادارې د دغو پېښو پلټنې کوي، په ځينو پېښو کې کسان مالوم شوي هم دي او دوی هڅه کوي چې د دغه ډول پېښو مخنیوي وکړي.