شاته

امریکا کې د مارټن لوتر کېنګ ورځ ولمانځل شوه

په امریکا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د شهري حقونو او د افریقايي امریکایانو دپاره د مساوي حقونو یا د سېول راېټس مبارز مارټن لوتر کنګ جونیر ورځ ولمانځل شوه.

نن په امریکا کې عامه رخصتي / چهټي وه، سکولونه او د وفاقي حکومت دفترونه تړل شوي وو.

د وي او ای د رپورټ‌ ترمخه، د مارتر لوتر کنګ ورځ په داسې حال لمانځل کیږي چې د بشري حقونو فعالان وايي د نسلي نا انصافۍ پرضد د کوښښونو باوجود داسې ښکاري د کلونو کوششونه د ناکامۍ سره مخامخ شوي او اوس هم په ووټونو کې د برخه اخیستلو په لاره کې اقلیتونه د خنډانو سره مخامخ دي.

نن د مارټن لوتر کنګ د ورځ لمانځلو په دستوره کې تمه ده، د اټلانټا ښار ښاروال، د جارجیا ګورنر او د امریکا د سېنټ غړی رافېل واموک به د اټلانټا په زوړ اېبنزیر چرچ کې ګډون وکړي. د چرچ دغه دستورو تر څنګ به په نورو برخو کې هم د مارټن لوتر کنګ د ۹۳ زیږون ورځ دستورې ترسره کیږي.

ښاغلي مارټن لوتهر کېنگ په امریکا کې د شهري حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر وو. د هغه په یاد کې په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د هغه د زیږدنې په ورځ سرکاري رخصت وي.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ په کال ١٩٥٥ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د امریکې د ایلاباما ریاست په منټگمري ښار کې د ښار په بسونو کې د تور پوستکو افریقائي امریکنیانو او سپین پوستکو دپاره د جدا جدا سټینونو خلاف يي احتجاج کامیاب شو او په بسونو کې د نسلې تفریق دغه نظام لمینځه یوړل شو.

د هغه دا تحریک په داسې وخت کې شورو شوی و چې د امریکې او په خاصه توگه د امریکې په سویلي ریاستونو کې افریقایي امریکایانو سره د رنک په اساس تعصب او توپیر کېدو او په یو بس کې به د تورپوستو او سپین پوستو دپاره بېلې بېلې چوکۍ وې.

دغه رنگ په سکولونو کې هم تورپوستکي زدهکړه کوونکی د سپین پوستکو خوا ته نشو کښېناستلی. په داسې حال کې ښاغلی کنگ دا نعره اوچته کړه چې امریکا کې به یوځل دغه خوب پورا کېږي چې انسانان ټول د برابرۍ په اساس پېدا شوي دي.

ډاکټر مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او د ١٩٦٠ په لسیزو د سول رائټس مومنټ یا د شهري حقونو مرکزي رهنما وو.

په کال ١٩٦٣ کې په سرښار واشنگټن کې د لاریون په موقع د اي هیو ای ډریم، ځما یو خوب په نوم تقریر هغه ته افاقي شهرت ورکړو.

په دغه تقریر کې هغه وايي چې د هغه دا خوب دی چې یوه ورځ به په امریکا کې د پخواني غلامانو او پخواني د غلامانو د مالکانو بچي په یوځائې ژوند کوي او شناخت به يي د رنگ او د نسل په بنیاد نا بلکه د کردار په بنیاد کیږي.

په کال ١٩٦۴ کې ډاکټر کنگ ته د امن نوبیل انعام ورکړی شو. هم په دغه کال کې امریکې د هغه وخت صدر لنډن جانسن هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي دپاره قانون لاس لیک کړو.

مارټن لوتر کنگ د اپریل په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست په میمفیس ښار کې ووژل شو. هغه دغه ښار ته د صفائي کارکوونکو تورپوستکو امریکایانو د مرستې دپاره تللی و. د صفائي کارکوونکو مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی و.

ښاغلی کینگ د عدم تشدد د فلسفې پیروکار وو- دعدم تشدد پیروکار مارټن لوتر کينگ جونير نه وړاندې د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان مهاتما گاندي، باچا خان او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا کوله.

د امریکې په مخلتفو برخو کې د مارټن لوتر کنګ د ۹۳ زیږون ورځ دستورې ترسره کیږي.

په اټلانټا کې د کنګ سنټر لخوا خپور شوي خبر پاڼه کې ویل شوي چې نن د ګل د ورخې د سهر ۱۰ بجو دغه دستورې به نیغ په نیغه په فېس بک، یو ټیوب د فاکس ټي وي په ملګرو سنټرو او دي کنګ سنتر ډاټ اورګ باندې خپریږي.

هم په اټلانټا کې به د مارټن لوتر کنګ د رخصتۍ د ورځ لاریون یا مارچ هم نن ماسپښین ترسره کیږي. کوم چې به د کنګ سنټر مخې ته ودریږي او هلته به بیا یوه لویه جلسه کیږي.