شاته

نۍ: په افغانستان کې د خبریالانو سره تشدد د اندېښنې وړ دی

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وايي چې د طالبانو په حکومت کې د خبریالانو سره روان تشدد او زور زیاتی د اندېښنې وړ دي.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د روان وضعیت له کبله یو شمېر رسنیو د خپلو دفترونو دروازې تړلې دي.

اعلامیه وايي: «زموږ په باور د ډېرو رسنیو بندېدل او د خبریالانو بې کاره کېدل د اندېښنې وړ دي او دا کار په هېواد کې د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته لاسرسي او د رسنیو فعالیت ته لوی زیان بلل کېږي.»

‌نۍ د افغانستان د رسنیو د روان حالت په اړه اندېښنه ښودلې ده او دا یاد شوي مسایل یې معلوماتو ته د لاسرسي د محدودولو ابزار بللي‌ دي.

نۍ وايي له خبریالانو سره په تازه تشدد کې یو شمېر کسانو،‌ چې ځانونه یې طالبان بلل، په کابل کې افغان خبریال ذکي‌ قیس وهلی او ډبولی دی. همدغه راز په بلخ کې د ښځو د یوې ځانګړې رادیو «راډیو بلخي» دفتر هم سوځېدلی او په بشپړ توګه ویجاړ شوی دی.

نۍ د طالبانو له حکومت څخه غوښتي‌ دي‌ چې د افغان خبریال د وهلو او په بلخ کې د ښځو د راډیو د سوځېدو قضیې دې ژر تر ژره وپلټي.

تر دې مخکې د خبریالانو د مصئونیت کمېټې هم په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې له خبریالانو او رسنیو سره د تشدد د قضیو په زیاتوالي‌اندېښنه ښودلې وه.

دغې کمېټې ویلي‌ وو چې د طالبانو له راتګ وروسته په کابل او نورو ولایتونو کې لسګونه خبریالان بې کاره شوي دي. دا کمېټه وايي چې ښايي د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له کبله یو شمېر نورې رسنۍ هم خپل کارونه پرېږدي.