شاته

پاکستان: د موسمياتو محمکې بيا د بارانونو او واورې د ورښت سره د غرونو ښوېدو د خطرې خبر ورکړی

په پاکستان کې د موسمياتو محکمې په روانه اوونۍ کې د خېبرپښتونخوا په برنو غرييزو سيمو او بلوچستان په ځينو برخو کې د واورې د ورښت سره د غرونو ښوېدو د خطرې خبر ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د اسلام اباد او پنجاب په ځينو مېداني سيمو کې د بارانونو ورېدو امکان هم څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محمکې د نهې/ سه شنبې او شورو/ چهارشنبې په ورځ په کوټه، زیارت، پشين، ژوب، قلعه عبدالله، کوهلو اور بارکان کې د باران او واورې کېدو وړاندوېنه کړې ده.

د نهې نه تر زيارت/ پنجشنبې پورې د خېبرپښتونخوا په شمالي غريیزو سيمو، کشمير او ګلت پورې د واورې ورېدو او په مېداني علاقونو کې د نري باران کېدو ويل شوي دي.

دغه رنګ د نهې نه تر زيارت د ورځې پورې په مري، ګليات، نتهياګلۍ، کاغان ناران، چترال، دير، سوات، کوهستان او ګلګت کې د منځنۍ درجې د واورې ورېدو امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې ويلي دا بارانونه د غنمو د فصل دپاره ګټور ګرځېدی شي خو ورسره ويل شوي، د نهې او شورو په ورځو کې په دير، ملاکنډ، هزاره او سوات سره په کوهستان او ګلګت، کشمير کې د غرونو يا ځمکو ښوېدو خطره هم شتون لري.

محکمې اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو لارښوونه کړې ده.

د پاکستان د موسمياتو محکمې په ملک کې د بارانونو او واورې د ورښت خبر په داسې حال کې ورکړی چې په وروستیو کې د پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې په واورو کې د لسګونو په شمېره کې سېلانيان ګېر شوي او د 22 پورې کسان پکې مړه شوي هم وو.

په پاکستان کې پوهان وايي په ملک کې په کال 2005 کې د راغلې زورورې زلزلې وروسته د مرکز او صوبو په کچه د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره ادارې جوړې شوي خو د ضلعو او په ځايي کچه بيا تکړه نظام شتون نه لري.

دغه خبره په پېښور پوهنتون کې د قدرتي افتونو د انتظام د څانګې استاز مشتاق احمد خان د وي او اې ډيوه خبريال عثمان خان سره په خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي د پوهنتون ياده څانګه په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) دپاره مددګار موبايل اېپ هم جوړوي کوم چې به د قدرتي افتونو په وخت د عامو خلکو او ادارې دپاره ګټور وګرځي.

د موسمياتو محکمه وايي په ورځ کې دوه ځله د موسم په اړه مالومات د اړوتده ادارو سره شريکوي، او د کار پوهانو په وېنا پکار ده چې خلک هم د ځان د موسم په حال خبر ساتي، په ځانګړي ډول د واورو د ورښت علاقو ته د تلو په وخت د ځان ساتنې پوره انتظام کوي.

د موسمياتو او قدرتي افتونو د کار پوهانو په خبره پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی کوم چې د موسمي بدلون د اغېزو لاندې دي.

د پوهانو په وېنا په ملک کې په راتلونکې کې د سېلابونو، طوفانونو راتلو سره، وچکالي او تودوخې کچه لوړېده امکان لري ځکه پکار ده چې اړونده ملکي ادارې پياوړې کړی شي او په موجود نظام کې نيمګړتياوې ختمې کړی شي.