شاته

کابل کې د اجباري حجاب او ځینو محدودیتونو پر وړاندې د مېرمنو لاریون

یو شمېر ښځو نن یکشنبه(د مرغومي ۲۶مه) په کابل کې د دوی په خبره د طالبانو له خوا پر دوی د قوانینیو د سختېدو او لګېدلو محدودیتونو په غبرګون لاریون وکړ.

دوی وايي، دا لاریون یې د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې پر دوی د ګرځېدو برخه کې د ځینو محدویتونو، اجباري حجاب او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې کړی دی.

د دې لاریون له مسوولینو تمنا زریاب پریاني ازادي راډیو ته وویل: " که څه هم زموږ غوښتنې تر ډېره تکراري وې، خو موږ په ټینګار سره وغوښتل چې پر افغان مېرمنو دې د حجاب او د سفر برخه کې وضع شوي سخت قوانین او محدودیتونه لېرې شي، دغه شان دې وروستیو کې د زینب په نوم د یوې نجلۍ وژل کېدل چې عاملین یې باید ونیول شي او ورسره د هغه مېرمنو د ازادېدو غوښتنه مو وکړه چې په دې وروستیو کې په مزارشریف کې د طالبانو له خوا بندیانې شوي دي."

د اعتراض کوونکو په خپله خبره، شمېر یې شپیتو کسانو ته رسېده، خو د لاریون یو شمېر ګډونوالې ادعا کوي چې طالبانو یې مخه نیولې ده.

د دې لاریون یوه غړې شفیقه وايي: "د طالبانو یو شمېر کسان راغلل او د ځینو لاریون کوونکو په سترګو او مخونو یې د موادو په شیندلو سره هغوی ته زیان ورساوه، دوی همدا ویلي چې لاریون بس کړئ، موږ ته یې اجازه رانه کړه او زموږ بنرونه یې وشکول."

خو دوی ټینګار وکړ، څو یې چې غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو او اعتراضیه غونډو ته به دوام ورکړي.

آرشیف
آرشیف

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړېوال سازمان ويلي، طالبانو تېره ورځ هم د افغان مېرمنو د هغه لاریون مخه نیولې چې د عالیې عزیزي د خوشې کېدو په تړاو یې کړې وه.

د بښنې نړېوال سازمان د عدالت غوښتنې کمپاین مسووله سمیرا حمیدي تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي و چې طالبانو د افغان مېرمنو د اعتراض مخه نیولې او تاوتریخوالي یې ورسره کړی.

په کابل کې د یکشنبې د ورځې لاریون کوونکو ښځو یو ۷ ماده ییزه پرېکړه لیک هم صادر کړ چې په کې د افغان مېرمنو د حقونو په ټینګښت ټینګار شوی.

لاریون کونکو د زینب د وژونکو د نیونې، د عالیې عزیزې او دوو نورو مېرمنو د ازادېدو، د طالبانو له خوا د ښاریانو د نه ځورولو، پر مېرمنو د لګول شوېو محدویتونو د لېرې کولو، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو بېرته پرانېستلو او په مزارشریف کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د بېرته ازادېدوغوښتنې مطرح کړې چې د دوی په خبره باید د طالبانو حکومت ورته ځواب ووایي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغو ادعاوو او غوښتنو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ویاندویانو په دې اړه ځواب ونه وایه.

لاریون کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اړه دې خپله چوپتیا ماته کړي او د افغانستان ستونزو په ځانګړي ډول د مېرمنو برخې ته دې پام واړوي.

دوی دغه شان د اعتراض په ډول چادري له سره وغورځوله او ویې ویل چې دا پردی فرهنګ دی.

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکي وایي چې دوی په مېرمنو هېڅ ډول محدویت نه دی وضع کړی.

د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر یې په اړه وايي: "زموږ غوښتنه د خپلو افغانو مسلمانو خویندو څخه دا ده چې د حجاب سره دې مخالفت نه کوي، دا د الله امر دی او له حجاب سره مخالفت د قران سره مخالفت دی او موږ دې برخه کې تراوسه کوم محدویت نه دی وضع کړی او همدا راز دې برخه کې موږ تراوسه هېڅوک نه وهلي او نه مو هم بندي کړي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي چې دوی په مېرمنو هېڅ ډول محدویت نه دی وضع کړی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي چې دوی په مېرمنو هېڅ ډول محدویت نه دی وضع کړی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمېر پوسټرونه ولګول چې په کې د عربي حجاب او چادریو عکسونه دي او په دې سره یې له ښځو وغوښوتل چې حجاب مراعات کړي.

دغه شان له دې وړاندې یې ښاري موټر چلوونکو ته ویلي و چې بې حجابه ښځې موټر نه پورته نه کړي او لېرې واټن ته دې هم بې محرمه نه رسوي.

خو د طالبانو حکومت دا یوازې سپارښتنې بللې دي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ټینګښت لپاره سړکونو ته راوځي بلکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا څوم ځل دی چې دوی د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره لاریونونه او د عدالت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې او دغه شان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو برخه کې ملاتړو بنسټونوهم تل او په ټینګارسره افغان مېرمنو ته د دوی د حقونو په ځانګړي ډول دوی ته د زده کړو او کار د اجازې د ورکولو غوښتنه کړې ده.