شاته

ډیورنډ کرښه؛ افغانستان او پاکستان ان تر پوځي اخ و ډبه رسیدلي، طالبان څه وايي؟

فضل حق چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې ژوند کوي وايي، درې وړاندې د پاکستانیانو له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو له امله د هغه نیمه کورنۍ اوس د کرښې هاغاړه پاتې ده چې په ټکو یې له درې کلونو زیاته موده وشوه چې خپل دوه وروڼه او نهه وریرونه یې نه دي لیدلي.

فضل حق زیاتوي، اوس د پاسپورټ د اخیستو او د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو توان نه لري چې پاکستان ته د خپلې کورنۍ لیدو ته ورشي.

د ډیورنډ لانجمنه کرښه؛ دوه وروڼه چې له ۳ زیاتو کلونو راهیسې یې یو بل نه دي لیدلي

فضل حق وايي، پاکستانیانو هغه ځمکې لاندې کړي چې د افغانستان وې: "زما نیمايي کورنۍ د کرښې هاخوا ده. درې کاله کېږي خپله کورنۍ مې نه ده لیدلې. هغه مو خپله خاوره ده. په خپلو سترګو مې لیدل چې د افغانستان په خاوره یې کرښه وایسته. په لومړي سر کې طالبانو له افغان ځواکونو سره په کې جګړې وکړې چې بیا پاکستانیانو اغزن تار په کې تېر کړ."

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ډیورنډ د کرښې په اړه بحثونه یو وار بیا د افغانستان او پاکستاني د رسنیو په سرټکو اوښتي دي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار، کندهار او ځینو نورو سیمو کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

ټولنیزو رسنیو کې یو لړ داسې ویډیوګانې لاس په لاس شوي چې په کې د طالبانو سرحدي ځواکونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تارونو په ویجاړولو بوخت دي او پاکستاني پوله ساتو عسکرو ته ګواښونه کوي چې د اغزن تارونو له غځولو لاس واخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د پاکستان له لوري د کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو او اغزن تارونو له غځولو سره مخالف دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: طالبان د اغزن تار له غځولو سره مخالف دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: طالبان د اغزن تار له غځولو سره مخالف دي.

دی وايي: "اغزن تارونه زموږ د حاکمیت په وخت کې نه دي پيل شوي. دا د تېر حکومت او د پاکستان ترمنځ د یوه توافق پایله وه. په هرحال موږ له دې اغزن تارونو ملاتړ نه کوو او ورسره مخالف یو. ځکه دا اغزن تارونو زموږ د ملتونو ترمنځ جدايي او واټنونه رامنځته کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په وار- وار د ډيورنډ د کرښې په اوږدو کې د اغزن تارونو غځول د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ مخنیوی بللی دی، هغه خبره چې د افغانستان تېر حکومت په ځلونو رد کړې او پاکستان یې په دې ګرماوه چې طالب جنګیالیو ته یې په خپله خاوره کې پټن ځایونه ورکوي.

  • پاکستان ته له افغانستان نه د ترهګرو د ورتګ موضوع څنګه ده؟

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریچارډ اولسن تېره چهارشنبه (د جنورۍ په ۱۲مه) د امریکا د سولې د انسټیټیوټ یوې غونډې ته دا موضوع داسې روښانه کړه: "په وروستیو دوو لسیزو کې د پاکستان قبایلي سیمې نورو سیمو ته د ترهګرۍ او بې ثباتۍ د صادرېدو په سرچینې بدلې شوې وې. د پاکستاني طالبانو تحریک ته افغانستان کې د امن د ځایونو د ورکړې برخه کې د کابل بالفعله اجازې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې زیانمنې کړې وې."

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریچارډ اولسن
په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریچارډ اولسن

پاکستانی سناتور هدایت الرحمن د دغه امریکايي ډپلوماټ خبرې تائیدوي او ازادي راډیو ته یې وویل چې د اغزن تارونو غځولو ظاهراً د دواړو ملکونو ترمنځ د جنګیالیو د تګ راتګ مخه څه نا څه راډب کړې ده.

نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند رسنیو ته وویل، د ډيورنډ د کرښې په اوږدو کې تر ۹۴ سلنې زیات د اغزن تار د غځولو کار بشپړ شوی دی او ډېر ژر به دا کار پای ته ورسېږي. دا پرمختګ چې طالبان یې د تېر حکومت توافق له پاکستان سره بولي.

هدایت الرحمن زیاتوي پاکستان د افغانستان له تېرو حکومتونو سره هوکړې کړي او په وینا یې نه شي کېدای چې د هر نظام په بدلون سره تړونونه بیا له سره وشي، خو نوموړي په دې اړه نور زیات جزئيات ور نه کړل.

هدایت الرحمن وايي: "موږ د افغانستان د تېر حکومت توافق د پاکستان له حکومت سره درلود، موږ له هېڅ بل دولت سره دومره نږدې کار نه دی کړی. موږ نه شو کولی چې له هر نوي حکومت سره تړونونه وکړو. داسې نو نه شي کېدلی چې یو جریان راشي له هغه سره تړون وشي بیا بل جریان راشي او له هغه سره بیا له سره تړون وشي."

خو تازه بیا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړې شي.

شېخ رشید احمد د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د ډیورنډ کرښې پر ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار لګول شوی او اوس یوازې ۲۱ کیلومتره ځای پاتې دی.

پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړې شي.
پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړې شي.

ښاغلي رشید احمد طالبان د پاکستان وروڼه وبلل او ویې ویل چې پاکستان به د اغزن تار د لګولو برخه کې د طالبانو د حکومت موافقه واخلي.

د افغانستان د پخوانۍ اردو لوی درستیز یاسین ضيا ازادي راډیو ته وویل، د ډیورنډ د کرښې په تړاو د افغانستان د پخوانیوحکومتونو په تېره بیا د تېرو شلو کلونو د حکومتونو چلند تر ډېره سیاسي وو.

نوموړی وايي چې هېڅ حکومت ونه شو کړای چې د ډيورنډ د کرښې په تړاوو یوه واضحه تګلاره له خپلو خلکو سره شریکه کړي: "هغوی تر پایه ونه توانېدل چې د افغانستان خلکو ته ووايي چې پاکستان دوست دی یا دښمن. تر اخره ونه توانېدل چې ووايي د ډیورنډ کرښه فرضي کرښه ده او که پوله ده؟ دا چې راتلل به او انقلابي خبرې به یې کولې او د منظور پښتین خولۍ به یې په سر کوله او خلکو ته یې ځان د پاکستان خلاف ښکاره کول."

د افغانستان د پخوانۍ اردو لوی درستیز یاسین ضيا
د افغانستان د پخوانۍ اردو لوی درستیز یاسین ضيا

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستانیانو د افغانستان په خاوره کې کرښې ایستلي او دا کار د دې لامل شو چې ورسره برخورد وشي.

هغه وویل، اړینه ده د دواړو هېوادونو ترمنځ اصلي کرښه تثبیت شي: "دا د بحث وړ موضوع ده. له حقوقي اړخه باید تعریف شي. ځینې جنجالونه چې راپورته شوي هغه په دې خاطر دي چې فکر کوو دوی زموږ خاورې ته ننوتي دي، خو پاکستانیان وايي چې دوی په خپلې خاورې کې کرښې ایستلي دي. دا دې ته اړتیا لري چې اصلي کرښه تثبیت شي، خو دا د دې موضوع نه ده چې لانجې ترې وزیږي. کارپوهان شته دي چې اصلي سیمې ثابتې کړي."

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریچارد اولسن د امریکا د سولې انسټیټیوټ ته دا ویلي، که طالبان د پښتونستان د جوړولو له حرکته ملاتړ وکړي، نو د اسلام اباد اړیکې به ورسره بدلې شي.

ښاغلي اولسن ویلي، د ډيورنډ کرښې مسالې د پاکستان د ملي امنیت پالیسي له ګواښونو سره مخ کړې ده او نوموړی باوري دی چې د ډیورنډ د کرښې په سر د طالبانو او پاکستان د تاریخي اړیکو د خړ پړېدو امکان شته.

خو پخوانی افغان ډپلوماټ عزیز معارج ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستاني پوځيانو سره د طالبانو په وروستیو چلند شک ښودلی دی.

دی وايي: "د ډيورنډ د کرښې په سر د طالبانو جنجال یوه سیاسي لوبه ده او طالبان غواړي د خلکو په منځ کې ځان محبوب کړي."

عزیز معارج پاکستاني پوځيانو سره د طالبانو په چلند شک ښودلی دی.
عزیز معارج پاکستاني پوځيانو سره د طالبانو په چلند شک ښودلی دی.

پاکستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ډيورنډ په ۲۶۳۰ کیلومټره کرښه د اغزن تار د تیرولو کار پيل کړ.

د دې کرښې هوکړه لیک په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د بریتانوي هند د استازي سر مورتیمر ډیورنډ او د هغه وخت د افغانستان د امیرعبدالرحمن خان ترمنځ لاسلیک شوې و، خو له هغه وخته تراوسه د افغانستان هېڅ حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.