شاته

ګډونوال: ټویټري سپېسونو کې بحثونه د بیان ازادي پیاوړې کوي

د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته افغانونو ترمنځ پر ټویټري سپېسونو خبرې اترې زیاتې شوي دي.

‎اوس مهال په دغه خواله رسنۍ هر ورځ لږ تر لږه تر پنځو سپېسونه «په ژوندۍ بڼه» خبرې اترې کېږي چې د ټولنې بېلابېل خلک په کې ګډون او نظریات تبادله کوي.

‎ د دې سپېسونو ګډونوال او د بیان د ازادۍ د ځینو ملاتړو بنسټونو مسولین دا خبرې اترې ګټورې بولي او وایي چې په دې سره د بیان ازادي لا پیاوړې کېږي.

‎د تېر جمهوري نظام د یو سرتېري غږ چې په یو ټویټري سپېس کې یې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د ورځو خاطرې بیانوي.

‎د دغه سرتېري په شان په دغه خواله رسنۍ ټویټر چې اوس مهال د نړۍ د نورو وګړو په شان په افغانستان کې هم ډېر کارونکي لري، اوس هره ورځ لږ تر لږه له پنځو تر شپږو سپېسونه یا په ژوندۍ بڼه سره خلک راټولېږي او د ټاکل شوېو موضوعاتو په اړه خپل نظریات وړاندې کوي.

ټویټر
ټویټر

‎‎په دې سپېسونو کې عام خلک، طالبان، د طالبانو ملاتړي او منتقدین، د تېر جمهوري حکومت چارواکي، ډپلوماتان، ښځې، ځوانان، مدني فعالان، خبریالان، محصلین او د ښوونځیو زده کوونکي او ان ځینې وخت بهرنیان هم د افغانانو تر منځ خبرو کې ګډون کوي.

  • دا خبرې اترې به څه ګټه وکړي؟

‎د بیان د ازادۍ ځینې فعالین او ملاتړي په دې باور دي چې په دې وروستیو کې دغو ټویټري سپېسونو د ټولنې د بیلابېلو وګړو تر منځ د بیان د ازادي پیاوړې ساتلې.

‎له دې ډلې د ازادو رسنیو او خبریالانو د ټولنې مشر معید هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "اوس مهال ټویټر په نړۍ کې د اطلاع رسونې په یوه مهمه وسیله بدله شوې، په هغه صورت کې چې ملي ګټې، رواني امنیت او شخصي حریم ترې زیانمن نه شي، ډېر ګټور تمامېږي، ټویټري سپېسونه د نظریاتو د تبادلې په برخه کې مهم دي او ارزښمن رول لوبوي."

په دې ټویټري سپېسونو کې طالبان هم ګډون کوي او ډېر کله د خپلو پلویانو لپاره سپارښتنې هم په کې مطرح کوي.

د ټویټر یو سپېس کې ویل کیږي: "مجاهدینو سر نه دی ټیټ کړی، د دې هېواد ازادي یې اخیستې چا ته وخت مه ورکوئ او د تېر حکومت چارواکو ته صاحب صاحب مه وایئ."

همدارنګه کله-کله داسې تاودو بحثونو کې د ښځو د حقونو افغان فعالینې د هغو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره بحث کوي چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د دوی حکومت پر ښځو بندیزونه لګولي دي.

په دې ټویټري سپېسونو کې طالبان هم ګډون کوي
په دې ټویټري سپېسونو کې طالبان هم ګډون کوي

‎په یوه سپس کې داسې ویل شوي: "د یوې ښځې غږ چې طالبانو ته وایي، ولې ښځو او نجونو ته د تعلیم او کار اجازه نه ورکول کېږي؟"

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په خبره د تېر میلادي کال اګسټ پر پنځلسمې نېټې وروسته کله چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، نږدې اویا سلنه رسنیو فعالیت بند شوی او په سلګونو خبریالانو یا دندې پرېښي او یا هم له هېواده بهر وتلي، هغه خبریالان هم چې په هېواد دننه دي شکایتونه کوي چې اطلاعاتو د نه لاسرسي او امنیتي ستونزو سره مخ شوي.

‎خو د ټویټري سپېسونو ځینې ګډونوال وایي، له دې لارې به اسانه وي چې د عامو خلکو غږونه تر حاکمانو ورسېږي.

‎له دې ډلې یو افغان خبریال جواد تیموري چې کله ناکله په دې سپېسونو کې برخه اخلي، وایي: "د عامو خلکو لپاره دا یوه تر ټولو لنډه او اسانه لاره ده چې خپل غږونه تر مسوول ادرسونو پورې ورسوي، خو زما په اند د دغو ټویټري موثریت هغه مهال زیاتېدای شي چې حکومتونه او حاکمې طبقې د بیان ازادۍ ته ژمن وي او د خپل ولس د برحقه غږ اورېدل غواړي."

‎مخکې تر دې طالبانو ویلي وو چې د دوی حکومت د اسلامي شریعت ملي ګټو د تامین په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

‎د یادونې وړ ده چې دا ټویټري سپېسونه کله ناکله د ځینو مدني فعالینو له لوري چې په بېلابېلو موضوعاتو د اعتراضونو پلانونه جوړوي، هم د خلکو د راټولېدنې او پیوستون لپاره جوړېږي.

‎تمنا صدیقي چې د افغان ښځو د حقونو مدافعینو څخه ده او په دې وروستیو کې د ښځو له لوري په بېلابېلو لاریونونو او اعتراضونو کې ګډون کوي، د دغو سپېسونو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ستونزې پرتې دي له دې لارې پرته له امنیتي ستونزو هر څوک کولای شي له خپل کوره خپل غږ اوچت وساتي.

اغلې صدیقي زیاته کړه: "داسې محیط چې غیر حضوري یا مجازي وي دا د ټولو لپاره ښه دی ځکه په داسې فضا کې امنیتي ستونزې نشته کوم خاص اقتصادي زیان په کې چا ته نه اوړي، ډېر وخت د چا نه نیول کېږي، بلکې خلک په ارامه او هوسا توګه له خپلو کورونو د ستونزو د حل لارې چارې پلټي او یو بل سره یې شریکوي او دا د بیان د ازادۍ لپاره ډېره ښه لاره ده."

په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ستونزې پرتې دي
په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ستونزې پرتې دي

‎خو اغلې صدیقي وایي، اوس مهال په ټول افغانستان په ځانګړي توګه لېرې پرتو سیمو کې انټرنیټ او خواله رسنیو ته د اکثریت خلکو لاسرسی کم دی او دا هغه ستونزه ده چې بیا هم په یو ډول د دوی د نظریاتو او غږونو د پورته کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

‎د اغلې صدیقي په خبره که په ټویټري سپېسونو او په ټوله کې په ټولنه کې د ټولو خلکو د افکارو او حقونو ته درناوی وشي، لېرې نه ده چې د افغانستان ډېری ستونزې نه یوازې دا چې حل شي بلکې د بېلابېلو قومونو، کلتورونو، مذهبونو، لږکیو او قشرونو ترمنځ به د یو واحد ولس په توګه اتفاق رامنځته او د یو بل منلو فرهنګ به عام شي.

خو د دغو سپېسونو ځېنې ګډونوال بیا وایي چې د خلکو بېلابېل نظریات او هغه داسې نظریات چې ګډوډ او غیر منظم دي مطرح کول به یې تر هغه وخته ګټه ونه کړي چې تر څو واحد نه شي.

زهره دروېش وایي، کله کله په دې سپېسونو کې د اورېدونکې په توګه ګډون کوي، خو وایي، اوس مهال په دې ټویټري سپېسونو کې یوازې نظرونه تبادله کېږي، خلک یو پر بل سختې نیوکې کوي، خو دا هر څه د بېلابېلو ادرسونو نه مطرح کېږي چې په ټولنه کې د اصلاح او پرمختګ لپاره کوم اغیزناک رنګ رانه وړي.

‎د یادونې وړ ده چې په دې سپېسونو کې له سیاسي مسایلو لېرې کله-کله شاعران او لیکوالان هم راټولېږي او د شعرونو او نظمونو په ویلو سره بنډارونه کوي ان دا چې وخت نا وخت د دوی تر منځ د علمي او فرهنګي اثرونو د چاپ او جوړښت په اړه د دوی تر منځ مشورې کېږي.

‎دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم خواله رسنۍ په افغانستان کې په ځانګړي توګه فېسبوک، ټویټر او ځینې نورې محدود شمېر ټولنیزو رسنۍ زیاتې کارول کېدې او لا هم کارول کېږي خو دا سپېسونه یې جوړول او پر بېلابېلو موضوعاتو هم مهاله او ژوندۍ بڼه مجلس او خبرې اترې کول یې نوې هغه بڼه ده.

‎تر اوسه په افغانستان کې ټویټر کارونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو په سلګونو زرو افغانان په هېواد دننه او بهر دغه ټولنیزه شبکه کاروي، اطلاعات ترې اخلي، خپل نظرونه لیکي او له همدې لارې تر نورو خلکو او نړیوالو معلومات رسوي.