شاته

د ملکي خدمتونو ښځینه کارکوونکې وايي، طالبانو یې بستونه له‌منځه وړي

د ملکي خدمتونو اداري ښځینه کارکوونکو د چهار شنبې په ورځ 'د افغانستان په ادارو کې د ملکي خدمتونو اداري ښځینه کارکونکو اجماع' په نوم په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د طالبانو له حکومته د کار د حق غوښتنه وکړه.

د دغه ناستې تنظیموونکي وایي د دوی د معلوماتو له مخې طالبان په خدماتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو بستونه له منځه وړي دي.

خجسته الهام چې د دغې ناستې له تنظموونکو ده له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:"هغه ښځو چې د ملکي خدمتونو اداري برخو کې یې کار کاوه هغه ښځې دي چې ډېری یې د ازادو سیالیو له لارې دې دندو ته راغلې وې که دوی ونه شي کړای خپلو دندو ته دوام ورکړي د ملکي خدماتو یو کاري ځواک له منځه ځي."

دوی همدارنګه د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره د طالبانو له حکومته خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي:" د معمول په شان کار ته په ورځنۍ توګه د ښځو تلو ته اجازه، د دولت په پرېکړو کې په ځانګړي توګه د دوی د برخلیک په اړه د ښځو معنا لرونکې ونډه، د شخصي کړنلارو جوړول، په دولتي ادارو او ملکي خدمتونو کې د رهبرۍ په کچه د داسې کړنلارو برابرول چې ورسره د ښځو ګډون زیاتېږي، د ښځینه کارکوونکو د بستونو د له منځه وړلو مخنیوی او د کار په برخه کې دوی لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د ښځو د ملاتړ لپاره د قوانینو پلې کول."

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځینو مېرمنو د زده کړو کار او ازادۍ په نوم بېلابېل لاریونونه کړي
د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځینو مېرمنو د زده کړو کار او ازادۍ په نوم بېلابېل لاریونونه کړي

طالبانو پخوا ویلي وو چې د ښځو د کار او زده کړو د حقونو په اړه د پرېکړې له امله اسلامي شرایط په کار دي او باید د علماوو شورا پرېکړه وکړي چې تر دم ګړیه د دې شورا د دایرېدو په اړه تراوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

هڅه مو وکړه چې په ملکي خدمتونو کې د ښځینه کارکوونکو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو حکومتي ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو طالبانو لا دمخه ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار حق د اسلامي اصولو او دشریعت په چوکاټ کې به ورکړل شي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان طالبان تورنوي چې د ښځو د حقونو په برخه کې دوه مخي چلند کوي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې عابدې عزیزي ازادي راډیو ته وویل:" که دوی ښځې او نجونې له تعلیم، زده کړې او د کار له حقه بې برخې کوي، نو د دوی دا کار به په ټولنه کې د بحران لامل شي."

هغې دغه شان ټینګار وکړ چې طالبان نه باید د ښځو کاري بستونه سیاسي کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان بشپړ واک تر لاسه کړ، ښځو په افغانستان کې د کار، زده کړو، د حجاب په اړه د طالبانو تازه اقدام ته د نه ویلو او د طالبانو د حکومت له لوري د لګول شویو نورو محدودیتونو په اړه په افغانستان کې لاریونونه وکړل، خو د طالبانو حکومت تراوسه د ښځو د حقونو د خوندي کولو او نورو محدودیتونو د لېرې کولو اړوند کوم اقدام نه دی کړی.