نیویارک تایمز: په یو ناکام دولت د افغانستان بدلیدل به د هیچا په ګټه نه وي
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د لاورل میلر چې د بحران د نړیوالې ډلې له مدیرانو څخه ده یوه لیکنه خپره کړې.
د مېرمن میلر له لیدلوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته حالات ناڅرګنده دي.
نوموړې د امریکا له خوا د افغانستان بانک د پانګې کنګل کېدو او اقتصادي ستونزې ته په پام وړاندیز کړی چې په یو ناکام دولت د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره باید امریکا د طالبانو له حکومت سره کار وکړې چې د دې په تعبیر دا کار به د یوې ترخې ګولۍ د خوړلو غوندي وي.
لیکوال استدلال کړی چې په یو ناکام دولت د افغانستان بدلیدل به د هیچا په ګټه نه وي، ځکه د نوموړې له نظره داسې یو څه کولای شي افراطي ډلو ته د ودې زمینه برابره کړي.
هغې ویلي، هغه صورت کې به د ګواښونو د مخنیوي لپاره له حکومت سره د کار کولو زمینه راکمه شي.
تازه د امریکا متحده ایالاتونو له افغانستان سره د نړیوالو بشري سازمانونو له لارې د ۳ سوه اته میلونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.
خو تراوسه یې د افغانستان بانک د هغه ۹ نیم میلیارده ډالرو په اړه څه نه دي ویلي چې امریکا کې کنګل شوي دي.
- لاس انجلس ټایمز
لاس انجلس ټایمز بیا د افغانستان سره د سپیني ماڼۍ له خوا د همدې بشري مرستې په اعلان لیکنه کړې او په یوه برخه کې یې د سپیني ماڼۍ د ویاندې ایملي هورن له خولې ویلي، دا نوې مرسته د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا دي چې د خپلواکو بشري سازمانونو له لارې به افغانستان کې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو ، ژمنیو وسایلو، عاجلو خوراکي مرستو، پاکو اوبو او د حفظ الصحې په سهولتونو ولګول شي.
ورځپاڼه زیاتوي چې له دې مرستې سره به د اګست د میاشتې راهیسې چې امریکا په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه پای ته رسولې، له دې هېواد سره د امریکا بشري مرستې ۷۸۰ میلونه ډالرو ته ورسیږي.
- اینډیپېنډینټ
له بریتانیا خپریدونکې اینډیپېنډینټ ورځپاڼې په افغانستان کې له ناورین سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د پنځه میلیارده ډالرو بسپنې پر غوښتنه لیکنه کړې.
ورځپاڼه د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ د چارو د ادارې په حواله دا د ملګرو ملتونو له خوا د یو هېواد لپاره تر ټولو لویه بسپنه غوښتنه بللې ده چې په وینا یې د افغانستان د کورني ناخالصو عواید نږدې څلورمه برخه جوړوي او د هغو مرستو درې چنده ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۱ کال کې تر لاسه کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي په افغانستان د شااوخوا ۳۸ میلونه وګړو ۲۲ سلنه یې لوږې ته نږدې حالت کې ژوند کوي او ۳۶ سلنه نور یې د خوړو له شدید کمي سره مخ دي.