شاته

"د سري لنکن ژوندي سوځول د پاکستان دپاره د شرم ورځ ده"، عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې د يوې قهرجنې راپارېدلې ډلې لخوا د سري لنکن منېجر ژوندي سوځول د پاکستان دپاره د شرم خبره ده. بل لور ته سري لنکا ويلي تمه لري چې پاکستان به انصاف وکړي.

پرون د جمعې په ورځ (درېم دسمبر) د سيالکوټ په وزير اباد روډ په يوه کارخانه کې د سري لنکا سره تعلق لرونکی منېجر ګڼو خلکو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی او بيا يې سوځولی وو.

عمران خان په ټویټر ويلي،

"په سيالکوټ کې د پارېدلې ډلې په کارخانه کې د ناوړه بريد او سري لنکن منېجر ژوندي سوځول د پاکستان دپاره د شرم ورځ ده. زه په خپله د پلټنو څارنه کوم، او په کلکه په ډاګه کوم چې زمه وارو ته به سخته سزا ورکولی شي. د ګرفتارو سلسله روانه ده".

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په کولمبو کې د سري لنکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند سګيسوارا ګناراتني ويلي، په اسلام اباد کې يې سفارتخانه د پاکستاني چارواکو سره د پېښې جزيات تاييدوي.

او "سري لنکا د پاکستاني چارواکو نه تمه لري چې د پلټنو په لړکې به اړين ګامونه پورته کړي او انصاف به يقيني کړي".

د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظيمونو د پېښې غندنه کړې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتلي چې د پېښې تحقیقات دې وکړي او ذمه وار کسان دې ونېسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي، توري (الفاظ) نه لري چې د سيالکوټ په پېښه يې وليکي، هغه ويلي دغه ډول پېښې ورته يواځې دوه ورځې تکليف ورکوي بيا هر څه عادي شي.

چودري ويلي، "په ټولنه کې مو ټايم بمونه لګولي دي، که دا بمونه ناکاره نه کړی شو نو دا به چوي، نور به څه کوي، وخت لکه د شګو د لاسو وځي، ډېره پاملرنه پکار ده".

په سیالکوټ کې د رامنځته شوې پېښې په اړه په ټولنيزو رسنیو هم سختې نيوکې شوي او ځينې کسانو ويلي، په دغه وخت چې سري لنکن منېجر پريانتا کمارا وژل کېدو او سوځول کېدو، قهرجنو راپارېدلو خلکو د لبېک يا رسول الله نعرې وهلې.

لبېک يا رسول الله نعره په پاکستان کې د تحريک لبېک ډلې نعره ګڼل کيږي، تحریک لبېک ډله سږ کال د پاکستان حکومت لاقانونه ګرځولې، مشر يې ورله نيولي، خو په وروستيو کې دغه ډلې د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون کولو او د لاريون په مهال د پنجاب په بېلابيلو برخو کې د پوليسو او تحریک لبېک ترمنځ نښتې شوې، د پوليسو په ګډون پکې وژنې او ژوبلې شوې وې.

د پاکستان حکومت بيا د دغه ډلې سره مذاکرات کړي او د دغه ډلې د لاقانونه ګرځول شوو تنظیمونو د نوملړ څخه ويستلې او مشر يې ورله خوشی کړی وو.

يادې ډلې د سيالکوټ د پېښې په اړه ويلي، د دغه ډلې د يادې پېښې سره هيڅ تعلق نشته، پلټنې دې وشي.

په پنجاب صوبه کې دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په 28 نومبر د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په يو تن د قران سوځولو تور لګول شوی او بيا قهرجنو خلکو د پوليس نه غوښتي چې دغه تن ورته وسپاري خو د پوليس په انکار بيا خلکو يوه تاڼه او څلور چوکۍ سوځولې وې.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو خبرونه مخې ته راځي.

د بشري حقونو نړیوال او ځايي تنظيمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه اکثره د شخصي دښمنو تربګنو په ترڅ کې لګول کيږي او دغه تورونه د لږکيو پرضد هم کاريږي.