شاته

پاکستان کې دصحافیانو دتحفظ نوی قانون خبریالانو ته لومه که د دوئ د ژغورنې وسیله ؟

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ویلي د صحافيانو د تحفظ په دې نوي قانون کې د هېواد صحافيانو ته په لمړي ځل هغه حقونه ورکړى شوي کوم چې د پرمخ تللو هېوادونو صحافيانو ته ترلاسه دي .

خو د صحافيانو د حقونو د څار نړیوالې ادارې رپورټر ود اوټ بارډرز یا بې پولې خبریالانو دا قانون رد کړى او غندلى دى.

تنظیم وايي د قانون شپږمې مادې د صحافيانو د تحفظ ټول ګامونه غېر موثره کړي دي.

ددې قانون لاندې د صحافيانو لپاره لازم ګرځول شوي چې داسې مواد به نه خپروي چې هغه دروغ او ناسم وي اؤ دغه خبریال پرې اګاهي هم لري او که چېرې يو صحافي په داسې کولو کې ناکامه شي نو د هغه پرضد به مقدمه چلول کېږي.

د صحافيانو د حقونو فعالان وايي ددې قانون لاندې حکومت د صحافيانو نه غواړي چې د حکومت د خوښې خبرونه خپاره کړي.

که څه هم په دې نوي قانون کې صحافيانو ته د راز دارۍ حق، دتشدد، دړکو او اغواء څخه تحفظ ورکړى شوى خو په قانون کې دا هم ویل شوي چې د قامي، نسلي او مذهبي کرکې ته هوا ورکوونکو او تشدد ته را پاروونکو موادو په خپرولو به بندېز وي.

د صحافيانو د تحفظ د کال 2021م دغه قانون کې ويل شوي چې په هغو تخليقاتو به هم بنديز وي چې د نسل، ژبې او ثقافت په بنياد تشدد ته لمن وهي.

دصحافيانو د حقونو د څار نړیوالې تنظیم رپورټر ود اوټ بارډرز يا بې پولې خبريالانو دا قانون غندلى او رد کړى دى.

نړیوال تنظیم خپل بيان کې ويلي دي چې ددې قانون شپږمې مادې د صحافيانو د تحفظ ټول ګامونه غېر موثر کړي دي.

پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د تنظيم استازى اقبال خټک ډيوه ته وايي مونږ ګڼو چې په دغه قانون کې حکومت له صحافيانو غواړي چې هغه څه وليکى او نشر کړي کوم چي د حکومت خوښ وي.

هغه زياتوي چرې هم نړۍ کې داسې نه دي شوي چې که د يو قانون يو تن مرسته ترلاسه کوي نو د هغې په بدل کې به حکومت ته ځنې مراعات ورکوي.

هغه وايي دا داسې ده که يو تن ددغه قانون نه استفاده کوي نو لمړۍ به هغه په دغه تول ځان پوره خېژوي.

هغه وايي ددغه مرستې لپاره د صحافي دځان جوګه کولو لپاره چې کوم پېشګي شرطونه ايښودل شوي دي دا غېر دستوري او غېر اخلاقي دي. او له دې له کبله مونږ ګڼو چې په پاکستان کې به سنسرشپ ته قانوني لاره هواره شي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم د صحافيانو د تحفظ دا نوى قانون يو بې مقصده قانون ګرځوي او وايي قانون حکومت ته اختيار ورکوي چې هغه په يو اړخیز ډول د صحافيانو د محدوديتونو تشريح وکړي.

دپاکستان قامي اسمبلۍ دا قانون روان کال د نومبر په 8مه او سنېټ د نومبر په 19مه نېټه منظور کړى ٶ.

قانون پوهه او اسلام اباد کې د صحافيانو د تحفظ د کمېټې غړى افتاب عالم ډيوه ته وايي په ظاهره خو دا قانون د صحافيانو د تحفظ قانون بلل کېږي خو ددې قانون شپږمه ماده کې شرط اېښودل شوى چې خبريال به د خپل خبر کره والى ثابتوي.

هغه وايي که صحافي د خپل خبر کره والى ثابت نکړي نو د هغه پرضد به مقدمه چلول کېږي.

دى بيا وايي که يو خوا دا قانون د صحافيانو د تحفظ خبره کوي نو ورسره دا قانون د هغوي د ځورولو او نيولو لپاره هم کارېدلى شي.

د بې پولې خبریالانو د تنظيم د اېشيا د څانګې مشر ډېنيل باسټرډ د پاکستان د بشري حقونو په مرکزي وزیرې شيرين مزاري غږ کړى چې د منظور شوي قانون نوې بڼه دې وړاندې کړي چې په کې مبهمه شپږمه ماده نه وي شامله.

نوموړي د پاکستان صوبایي حکومتونو ته هم بلنه ورکړې چې په خپلو صوبو کې د صحافيانو د تحفظ قوانین جوړ کړي.

دا قانون په داسې حال کې منظور او لاسلیک شوى چې د پاکستان دننه د صحافيانو د حقونو تنظیم فريډم نېټ ورک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د کال 2002م راهسې 130 صحافيان د کار په مهال وژل شوي دي ولې نه خو د هغوٸ قاتلان مالوم شوي او نه چاته په دغه جرم سزا ورکړى شوې ده.

د صحافيانو د حقونو نړیوال تنظيمونه هم پاکستان د صحافيانو لپاره خطرناک هېواد