شاته

ملګرو ملتونو په افغانستان او نورو کړکېچ ځپلو ملکونو کې د بشري مرستې دپاره د 41 بېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې

په افغانستان او د نړۍ په ځینو نورو کړکېچ ځپلو ملکونو کې په غربت او جنګ کې ښکیل د 183 مېلین خلکو ژوندونه بچ کولو دپاره ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې نه د ریکارډ تر حده زیات د 41 بېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې ده او رویټرز خبري اداره وايي په افغانستان کې ملګرو ملتونو خپل پروګرامونه درې چنده زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه تر ټولو زیات، د 4.5 بېلین ډالرو مالیت مداد‌، د افغانستان دپاره غوښتل شوی چېرته چې د ملګرو ملتونو په قول ضرورتونه لکه د راکټ په شان په بره روان دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه په افغانستان کې د 24 مېلین نه زیات کسان د ژوند بچ کولو مرستې ته اړتیا لري او د سیاسي اړي ګړي، بیا بیا د اقتصادي بدحالۍ او د تېرو 27 کلونو د خشک کالۍ او د خوراک د کمي له امله امداد دپاره د خلکو ضرورت زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امداد څانګې مشر مارټن ګرېفېتس وویل ملګري ملتونه د ورلډ بېنک او ملګرو ملتونو د نورو څانګو سره د همکارۍ دلارې کوښښ کوي چې افغانستان ته د پېسو رسولو دپاره د کرنسۍ د تبادلې یو نظام ځای په ځای کړي.

هغه وویل په افغانستان کې د نغدو پېسو نېشتوالی د خدماتو په رسوولو کې لوی خڼد دی.

د رویټرز رپورټ وايي د مالي امداد دپاره په خپله کلیزه غوښتنه کې ملګرو ملتونو وویل په 43 ملکونو کې د 45 مېلین خلکو دپاره قحط ویروونکی امکان دی، دا په داسې حال کې چې د نړیوالې تودوخي دلاسه شدید موسمي حالاتو د خوراک د رسد نظام ګډوډ کړی دی.

د رپورټ ترمخه د مالي امداد دپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه 17 فیصد زیاتوالی څرګندوي.

ګرېفېتس خبریالانو ته وویل د اوږدې مودې جنګونه، سیاسي بې ثباتي، د ناکامۍ سره مخامخ اقتصادونه، په موسم کې بدلون او د کرونا وایرس وبا هغه عوامل دي چې له امله یې د امداد په ضرورت کې اضافه شوي ده.

مرسته کوونکو ته خپل رپورټ کې ملګرو ملتونو وویل په بېړڼۍ توګه د دوامداره ګامونو بغېر به 2022 د ناورین کال وي.

د افغانستان نه علاوه شام، یمن، اېتوپیا او سوډان هغه لوې بحرانونه دي چې ملګري ملتونه وايي زیات مالي امداد ته ضرورت لري.