شاته

اېنتني بلېنکن د روس او یوکرېن خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه کوي

د امریکې خارجه وزیر اېتني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس او یوکرېن خارجه وزیرانو سره په داسې حال کې ویني چې د یوکرېن سره په پوله د روس د ځواکونه د ځای په‌ ځای کېدلو په اړه واشنګټن تشویش څرګند کړی دی او غوښتنه یې کړې چې تاوتریخوالی دې د خبرو اترو دلارې ختم کړی شي.

بلېنکن به د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو او د یوکرېن خارجه وزیر دمتري کولېبه سره په سټاک هوم کې جدا جدا ملاقاتونه کوي.

بلخوا د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټېن په روس غږ وکړو چې یوکرېن سره دې تاوتریخوالی کم کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جنوبي کوریا د سفر په مهال لواېډ اسټن وویل که چېرې یوکرېن سره د تاوتریخوالي په د روس خلاف د اقداماتو ضرورت شو نو امریکا به یوازې نه وي.

لواېډ اسټن
لواېډ اسټن

د جنوبي کوریا د خپل هم منصف سره مشترکه خبري غونډې ته خبرو کې لواېډ اسټن وویل "که مونږ څه هم کوو" نو دا به به د نړیوالې ټولنې سره په شریکه کولی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ښاغلي اسټن دا واضحه نه کړه چې امریکا به څه ممکنه ګامونه اخلي.

د امریکې د دفاع وزیر د روس په صدر ولادېمېر پوټن غږ وکړو چې د "سیمې حرارت" دې کم کړي. هغه وویل امریکا نه غواړي چې روسي ځواکونه په یوکرېن ته ور داخل شي.

اېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ تشویش څرګند کړو چې د هغه په قول داسې شواهد موجود دي چې روس د دننه نه او په پراخه کچه د عملیاتو دلارې یوکرېن د بې ثباته کولو منصوبه لري.

بلېنکن خبرداری وکړو چې امریکا به د روس اقداماتو ته ځواب وايي پکې داسې ډول اقتصادي بندیزونه لګول هم شامل دي چې وړاندې ترې امریکې ډډه کړې وه.

هغه وویل د کړکېچ د هوارولو دپاره سفارتکاري یوازېنۍ لاره ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، یو چارواکي خبریالانو ته اېنتني بلېنکن به دغه ټکي نېغ په نېغه د سرګی لاو رو سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ملاقات کې وړاندې کوي.

صدر پوټن
صدر پوټن

د یوکرېن صدر ولودومېر زلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل د روس او یوکرېن ترمنځ نېغ په نېغه خبرې په مشرقي یوکرېن کې د کړکېچ ختمولو دپاره یوازېنۍ لاره ده. روس او یوکرېن په یو بل الزام لګوي چې په سیمه کې په شریکه پوله ځواکونه جمع کړي دي.

روس په 2014 کې د کرایمیا سیمه نیولې ده او په مشرقي یوکرېن کې د بېلتون خوښو ملاتړ کوي.

د روس صدر ولادېمېر پوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ماسکو کې وویل حکومت به یې دا ضمانتونه غواړي چې د نېټو پوځي ایتلاف به د مشرق په لورې نه غځول کېږي او د روس د سرحدونو سره به د وسلې جدید نظامونه نه ځای په ځای کوي.

یادونه: د دې رپورټ دپاره معلومات د ای پي او رویټرز خبرو ادارو نه هم اخیستل شوي دي