شاته

روان مالي کال کې دپاکستان تجارتي خساره ۲۰ اربو ډالرو څخه اوښتې ده

د پاکستان د خزانې وزارت وایي په روان مالی کال کې د پاکستان تجارتي خساره د ۲۰ اربه ډالرو نه زیاته شوې او یوازی تیره میاشت په نومبر کی تجارتي خساره د پنځوؤ اربو ډالرو څخه اوښتې ده.

یاد وزارت وایي په نومبر کی د پاکستان برامدات هم په ریکارډ کچه سیوا شوي او د ټاکل شوي هدف نه زیات برامدات شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان اندېښنه ښکاره کوي چې دمالیاتي او تجارتي خسارې له امله د پاکستان اقتصاد چیلنجونو سره مخ دی.

داقتصاد ماهر سجاد احمد وایي په پینځوؤ میاشتو کې تجارتي خساره ۲۱ اربو ډالرو ته نزدې شوې ده او دا داندېښنې خبره ده .

هغه وایي په تیرو څلورو میاشتو کې د پاکستان مالیاتي خساره ۵ اربه ډالره وه او په پینځوؤ میاشتو کې به دا هم اووه اربه ډالره شي نو په راتلونکو اووه میاشتو کې به دا ۱۴ اربه ډالره ته زیاته شي .

وي او ای سره خبرو کې ښاغلی سجاد احمد وایي پاکستان له دې روان کال کې ۱۲ اربه ډالره قرضه هم بېرته ستنول دي نو په مجموعي توګه پاکستان لږ تر لږه ۲۶ اربو ډالرو ته اړتیا لري.

هغه وایي داړتیا په دغه رقم کې چې پاکستان څه اته اربه ډالره اخستي دي خو دنوموړي په وینا پاتې ۲۰ یا ۱۸ اربه ډالره به د چرته نه راشي او د ایي ایم ایف قسط هم لا نه دی جاری شوی او دا به مشکلات پیدا کړي.

خو سجاد احمد بیا په دې نظر هم دی چې که نړیوال مارکیټ کې تیل او ګیس ( ایل پی جی) ارزانه شي نو دپاکستان مشکلات به کم شي.

دانګریزی ورځپاڼه ډان دخزانې د وزارت په حواله وایي یوازی دنومبر په میاشت کې مجموعي د ۸ اربو ډالرو څخه زیات درامدات شوي او په دې کې خساره د پینځوؤ اربو ډالرو نه زیاته ده.

د خزانې د وزارت په وینا تیر کال په نومبر کې تجارتي خساره صرف ۱.۹۴ اربه ډالره وه او اوس په دې کې ۱۶۲ فیصده نه زیاته اضافه شوې ده.

وزارت وایي روان مالي کال په مجموعي پینځوؤ میاشتو کې تجارتي خساره کي ۱۱۷.۴ فیصده اضافه شوې او دا ۲۰ اربه ډالره نه زیاته شوې او ددې زیاته برخه د ترسیلات زر ، برآمداتو او روشن ډيجيټل اکاونټ څخه پوره کیږي.

د پاکستان د تجارت مرکزی وزیر عبدالرزاق داؤد د ټویټر دلاری لیکلي د روان مالي کال په پینځوؤ میاشتو کې برامدات ۲۷ فیصده زیات شوي او دا دتیر کال ۹.۷ اربو ډالرو نه روان کال هم په دې موده کې ۱۲.۳ اربو ډالرو ته رسیدلي او هم دغه د ټاکلي شوي هدف نه زیات دي.

د اقتصاد ماهر فدا حسین وایي د زیاتې تجارتي خسارې له امله دغیر ملکی زرمبادله ذخیره د فشار ښکار کیږي او د روپۍ په بيعه کې کمی راځي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د پټرولو، خوراکي شیانو د درامد نه پرته ګزاره نه کیږي خو بیا حکومت کولی شي چې دغیر ضروري شیانو درامد راکم کړي.

هغه وایي د درامداتو نه پاکستان د سیلز ټیکس، کسټم ډیوټۍ اؤ ودهولډنګ مالیې په مد کې پیسې هم ترلاسه کیږي خو پوهان وایې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیعې راکمې شوې دي نو امکان لري چې په پاکستان د درامدی بل فشار هم کم شي