شاته

سرچینې: نړیوال بانک افغانستان ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو لیږد تائید کړ

نړیوال بانک د افغانستان له خراب او کمزوري اقتصاد سره د مرستې په هدف هغه هیواد ته د ۲۸۰ میلیونو ډالرو کنګل شوي‌ پیسو لیږد سره موافقه کړېده.

له موضوع څخه دوو باخبره سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د نړیوال بانک بورډ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۰) دوو مرسته رسونکو بنسټونو ته ددغو پیسو د انتقال ملاتړ کړی دی.

خو دغو سرچینو ویلي، دا پیسې هغه مهال د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق ته ورکول کیږي چې د نړیوال بانک ۳۱ تمویلونکي یې تصویب کړي.

اوسمهال نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق مدیریت پر غاړه لري او د پیسو د تصویب په صورت کې به دغه ۲۸۰ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو اف پي او د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ته ورکړل شي.

دغو سرچینې چې نوم یې په راپور کې ذکر شوي ندي ویلي چې تمه کیږي تمویلیونکي د جمعې په ورځ ملاقات وکړي او د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو ته د پیسو د لیږد‌په اړه پریکړه وکړي.

بلخوا ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو او د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستو له بندیدو وروسته، د افغانستان کابو ۴۰ میلیونه نفوس له "بې سارې مالي ټکان" سره مخ شوي دي.

دغه راپور وړاندوینه کړې، چې د یوه کال په موده کې به د افغانستان کورنۍ ناخالص عاید ۲۰ سلنه کم شي.

د روان میلادي کال د اګست په ۱۵ نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو او یو شمیر نورو غربي هیوادونو د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل او د طالبانو لاسرسی یې ورته بند کړ، هغه اقدام چې د جګړه ځپلي افغانستان اقتصادي حالت یې نور هم خراب کړ.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې اروپايي هیوادونو هم د افغانستان دوه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده. پر دې سربیره نړیوال بانک په افغانستان کې د پراختیایي پروژو تمویل بند کړی، د پیسو نړیوال صندوق هم هغه ۴۵۰ میلیونه ډالره چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، ځنډولې، جرمني هم اعلان کړی هغه ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، نه لیږدول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نړۍ یو ستر بشري کړکیچ د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.