شاته

د ایران سفارت او طالبان: د افغانستان-ایران په پوله نښتې پای ته رسیدلي

د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې د نیمروز په ولایت کې د افغانستان او ایران په سرحد د وسله والې نښتې د پای ته رسیدو خبر ورکړی دی.

د ایران تسنیم اژانس چې د سپاه پاسداران ایران پورې مربوط دی، لومړی یې خبر ورکړی و چې د چهارشنبې د ورځې دسمبر اول (لیندۍ ۱۰) له غرمې وروسته د "د ایراني پوله ساتونکو او طالبانو ترمینځ د سرحدي سو تفاهم" په وجه د نیمروز ولایت ته نژدې د شغالک په ساحه کې نښته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پدې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «نن ورځ د افغانستان د نیمروز ولایت ګنګ ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ په محلي سطحه کومه لانجه رامنځته شوې چې اوس وضعیت کابو شوی.»

په ټولنیزو شبکو کې هم ویدیوګانې خپرې شوي دي چې په کې ادعا شوې چې طالبانو د ایراني پوله ساتونکو سره جګړه کړې ده. که څه هم چې ددغو ویدیوګانو رښتینوالی ندی تائید شوی.

ددغه خبر له خپریدو څخه څو شیبې وروسته په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده، له قوله ولیکل چې د نیمروز ولایت سره د ایران د سیستان ولایت په پوله "د سرحدي اوسیدونکو ترمنځ سرحدي اختلاف د ډزو سبب" شوی دی.

د ایران سفارت ویلي دي چې "د دواړو خواو د پوله ساتونکو په همغږۍ موضوع مدیریت شوې [نښته] پای ته رسیدلې ده."

خو د تسنیم اژانس په رپوټ کې راغلي چې نښته هغه وخت وشوه چې یو شمیر "ایراني کروندګر" د سرحدي دیوالونو څخه چې "د اشرارو او قاچاقبرو سره د مقابلې لپاره" جکړه شوي وو، تیر شوي او طالبانو پدې ګمان چې د هغوی په پوله تیری شوی، د ایران په لور ډزې وکړې.

په افغانستان کې د آماج اژانس د طالبانو په واسطه د ایراني سرحد ساتونکو د څو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی، خو د ایران د تسنیم اژانس د یوې ایراني منبع په قول چې نوم یې ندی ذکر کړی دغه رپوټ رد کړی دی.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي د طلوع نیوز سره په خبرو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ نښته تائید کړې ده. ښاغلي کریمي وویل چې دغه نښته پای ته رسیدلې ده خو د هغې د علت په هکله یې جزییات وړاندې نه کړی.

د طالبانو یو بل مقام د ازادۍ رادیو ته ویلي چې دغه نښتې دوه ساعته دوام درلود او ددغې منبع په وینا طالبان د هغه په وړاندې ځواب ویلو ته پوره امادګې لري.

تر اوسه ددغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

ایران د افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰کیلومتره ګډه پوله لري چې ۲۳۶کیلومتره یې د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران د سیستان ولایت څخه تیریږي. دغه پوله چې د تګ راتګ زیات لارې لري تل د انساني او مخدره توکیو د قاچاقبرانو د تګ راتګ په دلیل د نښتو شاهده ده.