شاته

سپریم کورټ:دماشومانو لوڅې ویډیوګانې دماشومانو راتلونکي ته ستر ګواښ دی

سترې محکمې د قضیې د اوریدنې په مهال د ماشومانو لوڅې وېډيوګانې د ټولنې دپاره يو ناسور ګرځولی دی او وايي دا د ټولنې د تباهۍ سوب جوړېږي.

د پاکستان سترې محکمې د ماشومانو د لوڅو وېډيوګانو په خپرولو کې د تورن تن د ضمانت خواست رد کړی او ویلي یې دي چې د ماشومانو لوڅې وېډيوګانې جوړول او خپرول د ماشومانو د مستقبل لپاره ستره خطره ده.

د ماشومانو د حقونو مبارزين وايي په پاکستان کې د ماشومانو لوڅ او لغړ فلمونه جوړولو کې مافيا ککړ ده او دا اوس د پېسو ګټلو کاروبار جوړ شوې.


په دې اړه تيره ورځ په پاکستان سپريم کورټ کې د يوې مقدمې اوریدنه شوې ده او دا مقدمه د پلټنو مرکزي ادارې اېف ایي ای د ټولنیزې رسنۍ فېسبوک په خواست درج کړې وه.

سترې محکمې د قضیې د اوریدنې په مهال د ماشومانو لوڅې وېډيوګانې د ټولنې دپاره يو ناسور ګرځولی دی او وايي دا د ټولنې د تباهۍ سوب جوړېږي.

عدالت وويل د ماشومانو د لوڅو وېډيوګانو خپرېدل مخ په سېوا کېدونکې خطره ده او باید چې ددې په کلکه مخه ونيول شي.

د سپريم کورټ دوه کسىزه بېنچ چې په جسټس مقبول باقر او جسټس نقوى مشتمل ؤ د ایبټ اباد د ملزم عمر خان د ضمانت د هغه خواست اوریدنه کوله کوم چې وړاندې د پېښور هاى کورټ رد کړی.

په ملزم باندې دا مقدمه د هېواد د اليکټرانکى جرمونو د مخنیوي دقانون پيکا کال 2016 لاندې د پلټنو مرکزي ادارې اېف اي ای د فېسبوک په شکاېت درج کړې وه.

په ملزم عمر خان باندې په فېسبوک د ماشومانو د لوڅو وېډيوګانو د خپرولو تور دی.

دماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وي او ای ډيوه ته وايي د سپريم کورټ وینا یا ریمارکس ته په مثبت نظر ګوري.

هغه وايي ددې رجحان د سېوا کېدو ستر علت د ماشومانو انټرنيت او موباېل ته لاسرسى دی او باید چې مور او پلار خپل ماشوم ته د ټولنيزو رسنيو د کارولو په اړه پوهاوی ورکړي.

هغه وايي حکومت له هم پکار دي چې د ماشومانو لپاره د انټرنيت د استعمال په هکله اېس او پيز جوړ کړي.

په دې وروستیو کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل شپږ مياشتنى رپورټ کې ويلي وؤ چې سږ کال د شپږو میاشتو په مهال د ماشومانو پرضد د جنسي تېريو او ځورونې 1896 پېښې رپورټ شوې دي.

دغه راپور کې ويل شوي چې په پاکستان کې هره ورځ لس ماشومان د جنسي تېريو ښکار کېږي.

سترې محکمې د ملزم عمر خان چې د خېبر پښتونخوا د اېبټ اباد سیمې اوسېدونکی دې دنیول کیدو نه وړاندې دضمانت خواست رد کړی او ویلي یې دي چې دداسې وېډيوګانو خپرونکي د ضمانت وړ نه دي.

د ماشومانو د حقونو د څار غېر دولتي تنظيم ساحل مشره منيزی بانو ډيوه سره خبرو کې وايي هغه نه ګڼي چې د ماشومانو لوڅې وېډيوګانې جوړول او خپرول د يو تن انفرادي فعل وي.

هغه وايي په دې کې غټه مافیا ککړ ده او دا د پېسو ګټلو نړیوال کاروبار دی.

نوموړې بيا وايي د ماشومانو لغړې او لوڅې وېډيوګانې جوړول او خپرول هم په اصل کې د ماشومانو پرضد جنسي تېری دی او لوڅ فلمونه جوړل هم قانوني جرم دی.

تېر کال اګست کې د سېنېټ قاېمه کمېټۍ ته په وړاندې شوي احوال کې ویل شوي وؤ چې په هېواد کې د کال 2020 په مهال د ماشومانو د لوڅو فلمونو تر ټولو زیات کېسونه رپورټ شوي وؤ.

له دې مخکې کال 2017 کې د ماشومانو د لوڅو وېډيوګانو دوه، کال 2018 کې 7، کال 2019 کې پينځه او ورپسې کال 2020 اګست د ماشومانو 13 لوڅې وېډيوګانې رپورټ شوې وې.