شاته

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټېه: د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوام لري

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې ناوړه چلند او تاوتریخوالی د هغوی په وړاندې دوام لري.

دغه کمېټې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لېندۍ ۷) په یو راپور کې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې په کابل کې یو خبریال د وسله والو کسانو لخوا وهل شوی او یو بل خبریال چې په غور ولایت کې د یوې کورنۍ د غربت په اړه راپور جوړ کړی و د ګواښ له امله د خپلې سیمې پرېښودو ته مجبور شوی دی.

د دغه کمېټې په راپور کې راغلي: "د خبریالانو د وهلو ټکولو او ورسره د ناسم چلند او تاوتریخوالي پیښې په پرله پسې ډول دوام لري. حکومت که څه هم ددغه وضعیت د ښه کولو وعدې کړي خو له بدمرغه چې لاهم دغه شان پیښې تکراریږي."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې همدرانګه ویلي چې په تیره اونۍ کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) یو کار کوونکی د کابل په لوېدیځ کې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

دغه بنسټ ویلي: "تیره اونۍ هم خبریالان له یوشمیر ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ وو، خو تر هغې هم لویه ستونزه دا ده چې د هیڅ پیښې عامل نه دی نیول شوی او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه دي څیړل شوې."

د رسنیو د فعالیتونو بندېدل

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو په اساس په تیره اونۍ کې په لغمان ولایت کې یوه راډیو د اقتصادي ستونزو او پر رسنیو د زیات سانسور له امله خپل فعالیت بند کړی دی.

دغه کمېټې زیاته کړې ده چې د دغه راډیو شبکې په بندېدو سره ۱۶ نارینه خبریالان او دوې ښځینه خبریالانې بېکاره شوي دي.

یاد بنسټ همدارنګه ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس مهال په بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ممکن په راتلوونکو اونیو کې یو شمېر نوري رسنۍ هم د محدودیتونو د وضعه کېدو او اقتصادي ستونزو له خپل فعالیتونه په ځينو ولایتونو کې بند کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ژورنالستانو انجمن ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته شااوخوا ۲۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د رسنیو په اړه د طالبانو د تازه مقرراتو په اړه اندېښنې

د رسنیو لپاره د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات» وزارت د تازه مقرراتو تر وضعه کولو یوه اونۍ وروسته په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، چې دغه اقدام د هیواد ځینو برخو کې د خبریالانو د اندېښنې لامل شوی دی.

دغه کمېټې په کندز کې د ځينو سیمه ییزو خبریالانو له قوله ویلي چې د رسنیو لپاره د طالبانو د تازه مقرراتو تر وضعه کولو وروسته په دغه ولایت کې رسنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو او کار کوونکو له کمښت سره مخ شوي دي.

یاد بنسټ د ځینو خبریالانو له قوله ویلي چې طالبان په زیاتو ولایتونو کې د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کړې چې دغه کار دوی ته زیاتې ستونزې پېښې کړي دی.

په راپور کې ویل شوي: "د نوي حکومت له پيله او تر اوسه ټولې رسنۍ په مستقیم او یا هم غيرمستقيم ډول سانسور کیږي او اجازه نه ورکول کيږي چي د کندهار له ولايتي ادارې سره له مشورې پرته کوم څه نشر کړي."

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتي چې خپلې خپرونې د «اسلامي ‌اصولو» سره برابرې کړي او «د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف» فلمونو خپرول بند کړي.

په نویو مقرراتو کې شوي دي: «هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.

د طالبانو یاد کار پراخ غبرګونونه را وپارول او تیره اونۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د طالبانو په دې کار سره به د بیان ازادي کمزورې شي.