شاته

د نړۍ څخه د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه: د افغان ښځو حقونه غیر قابل بحث کړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د طالبانو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع مذاکره وکړي او ووایي چې دا موضوع بحث او جوړ جاړي ته اړتیا نلري.

پدغه درخواست کې د بخښنې نړیوال سازمان همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په واقعیتونو باندې د ښه پوهیدو لپاره د ښځو د حقونو د مدافعینو او افغان فعالانو سره وګوري او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په خاطر له هغوی سره کار وکړي.

ددې سازمان بله غوښتنه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرمختیایي پروژو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې تخصیص دی.

د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د ډلې واکمن کیدل د ټولو افغانانو په ژوند کې عمده بدلونونه رامنځته کړل، خو ددې هیواد ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د سختو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي.

له دې دمخه افغان میرمنو لوړ سیاسي موقفونه درلودل، په ښووونځیو او پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې، متشبثې وې او په مختلفو سکتورونو کې یې دندې درلودې. خو اوس د ځینو سکورونو پرته اکثر افغانو ښځو ته ویل شوي چې په کورونو پاته شي.

پر افغانستان باندې د طالبانو له برلاسي کیدو وروسته د هلکانو ښوونځي پرانستل شول خو په اکثرو ولایتونو کې د شپږم صنف پورته نجونې ښوونځیو او لوړو زده کړو څخه محرومې دي. دغه اقدام پراخ نړیوال غبرګونونه زیږولي دي.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند پرون د نومبر په ۲۷ وویل چې: "تعلیم پر مسلمانو نارینو او ښځو فرض دی، خو پدې توپیر چې خدای د خپلو بندګانو څخه د شرعي علومو د زده کولو غوښتنه کوي. نور علوم که وخت یې پیدا شو او موقع مساعده وي ستونزه نه وي هر څوک کولای شي د خپلې وسې او توان پورې زده کړې وکړي."

د پوهنتون استادې او د ښځو د حقونو فعالې منیژه رامزي ویلي دي چې طالبانو د ښځو په وړاندې د لوړو زده کړو د موسساتو دروازې تړلي دي او هیڅ یوه ښځینه استاده نشي کولای په پوهنتونونو کې تدریس وکړي.

هغې له ټولو غوښتي چې دغه درخواست لاس لیک کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د افغانستان ښځې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې زیاتې لاسته راوړنې درلودلي، اوس دغه لاسته راوړنې له لاسه ورکوي.

دغه سازمان ویلي دي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره ژمنې کړي، خو اوس ددغو ژمنو د عملي کولو وخت دی.

د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو غوښتي چې دغه غوښتنلیک لاس لیک کړي.