شاته

څو اروپایي هېوادونو او اسرائیل کې د کرونا د نوې بڼې لومړنۍ پېښې ثبت شوې

څو اروپایي هېوادونو او اسرائیل د کرونا د نوې بڼې چې اومیکرون نومېږي، لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي.

بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر سرایت کوي، ثبت کړه.

د کرونا ویروس د دې بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي.

جنوبي افریقا
جنوبي افریقا

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، د ډېرې اندېښنې وړ وبلله.

له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول.

تر اوسه هم د ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو څېړنې پرې روانې دي چې معلومه کړي ناروغان‌یې څومره جدي دي او له واکسین شویو کسانو سره څه کوي.

خو په نړۍ کې یې اندېښنې زیاتې کړي او له کبله‌یې هېوادونو په سفرونو محدودیتونه زیات کړي دي.

د جمعې په ورځ د ونډو بازارونه د دې نوې کرونا له کبله سخت اغېزمن شول.

روېټرز خبري اژانس وايي، د کرونا د دې نوې بڼې چټکه وده او سرایت سبب شوی چې پانګه‌وال اندېښمن شي چې په اقتصاد کې هغه نسبي ښه‌والی چې د کرونا وبا له خپرېدو کابو دوه کاله وروسته بېرته راغلی و، په ټپه ودرېږي.

اسرائیل د شنبې په ورځ د کرونا له نوې بڼې سره د مجادلې لپاره اعلان وکړ چې د دوو اوونیو په مخه چا ته اجازه نه‌ورکوي چې له بهر څخه دې هېواد ته سفر وکړي.

اسرائیل همداراز ویلي چې د ټیلیفون د څرک لګولو له ټکنالوژۍ څخه چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره‌یې جوړه کړې، د کرونا د نوې بڼې د مخنیوي لپاره کار اخلي.

اسرائیل کې یو کس د کرونا ویروس ټسټ ورکوي
اسرائیل کې یو کس د کرونا ویروس ټسټ ورکوي

د بریتانیا د روغتیا وزیر ساجد جاوېد وايي، په دغه هېواد کې د کرونا د نوې بڼې دوه لومړني ثبت شوي موارد د هغو کسانو دي چې جنوبي افریقا ته‌یې سفر کړی و.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي چې د نویو مواردو له ثبت کېدو وروسته‌یې پرېکړه کړې چې هېواد ته‌یې له بهره د راتلونکو کسانو په تړاو ځیني محدودیتونه ولګوي.

ده په یوه خبري غونډه کې وویل، څوک چې له بهره بریتانیا ته ورځي، باید ټسټ ورکړي او تر څو چې یې منفي نتیجه ترلاسه کړې نه‌وي، باید قرنطین وي.

اومیکرون د کرونا ویرس یوه نوې بڼه ده چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې کشف شوه، وروسته په بلجیم، بوتسوانا، اسرائیل او هانګ کانګ کې ثبت شوه.

د اروپايی اتحادیې پر یو شمېر غړو سربېره روسیې، امریکا، کاناډا او د جنوبي افریقا ۷ هېوادونو هم ویلي چې د کرونا د نوې بڼې پېښې یې ثبت کړې دي.

کرونا ویروس دوه کاله پخوا په چین کې تشخیص شو او تر اوسه پورې په درسته نړۍ کې تر ۲۶۰ ملیونه ډېر انسانان پرې اخته شوي او ۵ ملیونه او ۴۰۰ زره ورڅخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، د ډېرې اندېښنې وړ وبلله.